د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

فعالانې: نالوستوب او محدودیتونه ښځې له خپلو حقوقو بې‌برخې کوي


خوست کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي چې د ښځو په قشر کې نالوستوب او ټولنه کې ځیني ناسم دودونه د دوی د ډېریو حقوقو د ضایع کېدو لامل شوي دي.

دوی زیاتوي، ډېری ښځې د شریعت او قانون په رڼا کې د خپلو حقونو په باب په ډېر څه نه‌پوهېږي او نه د داسې استدلال څخه برخمنې دي چې د خپلو کورنیو له نارینه قشره د خپلو مدني حقوقو غوښتنه وکړي.

ښځینه فعالانو یادې څرګندونې د یکشنبې په ورځ خوست کې «عدالت د ټولو لپاره» مؤسسې د یوې څانګې په پرانیست غونډه کې ازادي راډيو ته وکړې.

د خوست د ولایتي شورا استازې زهره جلال د ښځو د ډېریو حقونو ضایع کېدل د ښځینه قشر د نالوستوب له کبله بولي.

زهره جلال زیاتوي:

"که زنانه خپل حق غواړي یوازې يې د چا نه‌ اورېدلي وي، که بیا د ورور، پلار او تره له‎خوا یو دوه سوکه په خوله ووهل شي، نو هغه بېرته په خپل ځای کې کراره کېني، هغه لازم استدلال نه‎لري، خپل حقوق مشرانو ته نه‎شي ښودلای چې قانون کې خپل حقونه ورته بیان کړي چې زه د قانون پر اساس خپل مدني حق غواړم، بناءً حق‌يې ضایع کېږي چې لامل‌يې بیا هم د ښځو ناپوهي ده."

یوه بله مدني فعاله نادیه باوري په پښتون مېشتو سیمو کې د ښځو له نالوستوب سربېره یو شمېر حاکم دودونه هم د هغه څه په توګه یادوي چې ښځې يې پر دوی د تاوتریخوالي تحمل ته مجبورې کړې دي.

نادیه باوري وايي، که عدالت د ټولو لپاره پروګرام سره عدلي او قضايي ادارې همدا شان ځايي قومي مخور او دیني عالمان کمک وکړي، نو تر یوه بریده د ښځو د حقوقو د ضایع کېدو مخه نیول کېدای شي.

د افغانستان زندانونو کې د ځینو بندیانو د قضیو په څېړلو کې ځنډ د مهمو ستونزو په توګه یادېږي او له‎دې کبله یو شمېر کسان له اوونیو تر میاشتو، ان له‎دې اوږدې مودې پورې په محبسونو کې بې‌برخلیکه پاتې کېږي.

عدالت د ټولو لپاره د مؤسسې مشر اکرم افضلي وايي، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې يې دفترونو د پرانیستې یوه مهمه موخه دا هم ده چې د بندیانو مسئلې بې‌برخلیکه پاتې نه‎شي.

اکرم افضلي وویل:

"عدالت د ټولو لپاره د هغه فرهنګ چې د اسلام او پرمختګ خلاف دی او د حقوقو د پایمال کېدو سبب ګرځي د هغې پر وړاندې مبارزه کوي، په‎دې ولایتونو کې ټول غریب خلک ژوند کوي، ټول ماشومان، زندانیان، ښځینه چې ان څوک‌يې د محکمې تر دروازې نه‌پرېږدي او هغه زندانیان چې دوی په محبس کې دي او قضیې يې نه‌بررسي کېږي، عدالت د ټولو لپاره وکیلان ځي، دروازه په دروازه ګرځي او د قضاياوو دفاع‌يې کوي."

بل‎خوا د خوست د استېناف محکمې مرستیال محمد مشعل وهاج مني چې تر اوسه هم یو شمېر قضیو د بېلابېلو لاملونو پر اساس مدافع وکیلان نه‌درلودل.

قاضي مشعل وهاج هیله څرګنده کړه چې عدالت د ټولو لپاره مؤسسه به د یادې ستونزې په هواري کې ښه رول ولوبوي.

قاضي مشعل وهاج زیاتوي:

"د محکمې د قضاياوو د رسیدګۍ په مرحله کې محاکمو کې د قانون د نګاه نه تر اوسه موږ داسې موارد درلودل چې قضیې به یا وکیل مدافع نه‌درلود، یا به‌يې د نیولو مالي توان نه‌درلوده، ځکه وکیلان مدافع خپل خدمات د پیسو په مقابل کې وړاندې کوي، بعضې موږ داسې قضایاوې درلودې چې هغوی به پیسې نه‌درلودې."

یاده دې وي، عدالت د ټولو لپاره مؤسسه داسې مهال په خوست کې خپله څانګه پرانیزي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د خوست چارواکو ولس ته د حساب ورکونې په غونډه کې په یاد ولایت په عدلي او قضايي ادارو کې د اصلاحاتو خبره کړې وه او ویلي و چې په ۹۵یم لمریز کال کې په خوست کې ۷۷۴ حقوقي او قضايي دوسیو ته رسیدګي شوې ده.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG