د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي د حکومت لوړپوړي چارواکي د غیر مسؤله وسله‎والو ډلو په ملاتړ تورنوي.

د دې کمېسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه ډلې د هغو چارواکو له‎خوا حمایه کېږي کوم چې د دولت په لوړو بستونو ان د وزارت په کچه دندې لري.

نوموړی وايي:

"هر هغه ولایت کې چې غیر قانوني وسله‎وال موجود دي له مرکزه‌یې ملاتړ کېږي، ملاتړي یې هغه کسان دي چې په لوړ بستونو کې ان د وزارت او ریاست تر کچې دندې لري، د دغو کسانو د ملاتړ پرته غیر مسؤله وسله‎والې ډلې فعالیت نه‎شي کولای او نه‌هم امکانات لري."

ښاغلی اخندزاده وايي، د ملي یووالي حکومت نه‌یوازې دا چې د غیر قانوني وسلو په راټولولو کې پاتې راغلی بلکې د سهم پر اساس د امنیتي بنسټونو وېش هم د دې لامل شوی چې ګڼو ولایتونو کې غیر مسؤله وسله‎والو ‌ډلو فعالیت ته زمینه برابره شي.

د تېرې شنبې په ورځ د دغه کمېسیون یوه غړي صالح محمد صالح هم ویلي و چې په افغانستان کې یو شمېر سیاسي ګوندونه نه‌دي بې‌وسلې شوي او لا هم پوځي فعالیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر سیمو په ځانګړي توګه په شمالي ولایتونو کې د غیر مسؤله وسله‎والو ډلو تر منځ د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې چې د جنبش او جمعیت اسلامي ګوندونو د وسله‎والو تر منځ په فاریاب کې رامنځته شوه څلور تنه وژل شوي او لس تنه ټپیان شوي دي.

د رپوټونو له مخې یو شمېر والیان، محلي چارواکي او زورواکي هم غیر قانوني وسله‎وال کسان لري چې کله ناکله د نا امنیو لامل ګرځي.

شااوخوا دوه کاله مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول په پروان کې د غیر مسؤله وسله‎والو د بې‌وسلې کولو او نیولو لړۍ پیل کړې وه چې د شنونکو په باور کومه مثبته پایله‌یې نه‌درلوده.

خو د دغه وزارت مسؤلان وايي چې د غیرقانوني وسلو د راټولولو لړۍ لاهم دوام لري او تر اوسه‌یې سلګونه میله غیر قانوني وسلې راټولې کړې دي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش وايي، هېڅ سیاسي ګوند او یا هم کوم بل سیاسي جوړښت د غیر قانوني وسله‎والو ډلو د رامنځته کولو اجازه نه‎لري.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش

نوموړی وايي:

"دې موده کې مو سلګونه میله وسلې راټولې کړي خو لاهم غیر قانوني وسلې له ځینو کسانو سره شته چې د راټولولو لپاره‌یې موږ پلانونه لرو. که داسې موارد پیدا شي چې دا کسان له کوم ګوند سره تړاو ولري د نیولو لپاره به‌یې اقدام وکړو."

هاخوا د حکومت یو شمېر پخواني چارواکي بیا په دې باور دي چې حکومت خپله غیر مسؤله وسله‎والو ته د فعالیتونو زمینه برابره کړې.

د کندز پخوانی والي او پوځي کارپوه عمر ساپی وايي، لا هم د ولسي پاڅون تر نامه لاندې ځینو ولایتونو کې خلکو ته وسلې وېشل کېږي.

ښاغلی ساپی زیاتوي افغان حکومت باید د غیر قانوني وسلو د راټولولو لپاره قوي اراده پیدا کړي او امنیتي بنسټونه باید له هر پلوه خپلواک شي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG