د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

محقق: د "م.م" سازمان د عدالت او ثبات برخه کې ګټور بنسټ نه‌دی


د افغانستان د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي دي چې د ملګرو ملتونو سازمان د عدالت او ثبات په برخه کې یو غیر مؤثر بنسټ دی.

محمد محقق تېره ورځ مزار شریف کې د یوې غونډې په ترڅ کې ځوانانو ته د وینا پر مهال وویل چې په تېره یوه لسیزه کې د ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې نه‎دی توانېدلی چې د عدالت او ثبات د ټینګښت برخه کې خپل رسالت ادا کړي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق
د افغانستان د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق

هغه نړۍ کې د عدالت او ثبات د ټینګښت په اړه د ملګرو ملتونو د نقش په اړه وویل:

"د ملګرو ملتونو په تېره یوه لسیزه چې حد اقل‌یې زه شاهد یم، د عدالت او ثبات د تأمینولو برخه کې په نړۍ کې یو تصمیم نیوونکی او مؤثر سازمان نه‎دی."

د حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال وايي، سره له دې چې د ملګرو ملتونو په شان یو نړیوال بنسټ موجود دی خو نړیوالو مسایلو کې اصلي تصمیم نیوونکي د نړۍ قدرتمند هېوادونه دي.

هغه وویل چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې د میلیونونو کسانو د قرباني کېدو او د برخلیک په اړه د نړۍ ځواکمن هېوادونه تصمیم نیسي او دې برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان یو غیر مؤثر بنسټ پاتې شوی دی.

محقق زیاته کړه:

"هر څوک او هر هېواد چې نړۍ کې قدرت لري، د همغو خبره عدالت دی او هغه چې هر څه وايي، د هېوادونو د میلیونونو کسانو هم د ماشومانو، ښځو، نارینه‌و چې قرباني کېږي او په وینو لړل شوي، سرنوشت‌یې د قدرتمندو په لاس کې دی او زور اعمال کوي خو د ملګرو ملتونو نقش مؤثر نه‎دی."

محمد محقق افغانستان کې ناامنیو ته په اشارې سره وویل چې دې هېواد کې کابو ۲۰ ترورېستي سازمانونه فعالیت کوي خو دې هېواد کې د ثبات د ټنګښت برخه کې ملګرو ملتونو هېڅ مؤثر نقش نه‎دی اجرا کړی.

د یادونې وړ ده چې د محمد محقق د یادو څرګندونو په اړه تر دې دمه کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما هېڅ ډول غبرګون نه‎دی ښودلی.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG