د لاسرسي لېنکونه

د جوزجان سیمه‌ییز چارواکي تائیدوي چې درزاب ولسوالۍ کې د وسله‎والو مخالفینو د حملې له امله سیمه‌ییزو پولیسو څلور پوستې پرېښې دي.

د جوزجان د درزاب ولسوال رحمت‎الله حشر ازادي راډیو ته وویل چې دغه حمله تېره شپه داعش جنګیالیو او وسله‎والو طالبانو په ګډه کړې ده.

ښاغلی حشر زیاتوي داعش جنګیالیو قصد درلود چې د درزاب ولسوالۍ ونیسي، خو امنیتي ځواکونو یې حمله په شا تمبولې ده او جګړه کې د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندان ظاهر پادشاه له یو ساتونکي سره وژل شوی دی.

د جوزجان چارواکي وايي، که څه هم جګړه اوس درېدلې، خو د ولسوالۍ د سقوط ګواښ په بشپړه توګه له‎منځه نه‎دی تللی.

د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد ادعا کړې چې درزاب ولسوالۍ کې یې څلور پوستې نیولي او نهه سیمه‌ییز پولیس‌یې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG