د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

ویسا: قزاقستان افغانستان کې پانګې اچوونې ته لېواله دی


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې پانګونې، سوداګرۍ او اقتصادي مسایلو ته ځانګړي کړي دي.

اصلاح ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې پانګه اچوونه د افغانستان اساسي اړتیا ده.

سرمقاله لیکونکی وایي، د پانګې اچونې ارزښت په دې کې دی چې هم د یوه هېواد اقتصاد او سوداګري ورسره غوړېږي او هم خلکو ته کار پیدا کېږي.

د سرمقالې لیکوال سپارښته کړې چې افغان حکومت باید هڅه وکړي څو د صنعت، سوداګري او کرنې برخو کې پانګه وال پانګې اچوونې ته وهڅوي.

سرمقاله لیکونکی وایي، له دې سره به د دې هېواد اقتصاد پیاوړی او خلکو ته به کارونه پیدا شي.

ویسا ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې اقتصادي مسایل را اخیستي او ویلي یې دي چې قزاقستان افغانستان کې پانګې اچوونې ته لېواله دی.

خو په مطلب کې راغلي چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو خونو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ ټرانزیټي خنډونه د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې ستونزې بللي دي.

انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې کورنۍ او بهرنۍ پانګونه په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ ضامن دی.

د سرمقالې لیکوال وایي چې افغان حکومت هم دا موضوع درک کړې او اسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور ته د ولسمشر غني د سفر یو هدف هم اقتصادي مسایل او په دې هېواد کې پانګې اچونې ته د پانګه والو هڅول وو.

سرمقاله لیکونکی وایي چې ولسمشر غني دې سفر کې څو تړونونه هم لاسلیک کړل چې ځینې یې له اقتصادي پلوه ډېر مهم او د افغانستان په ګټه دي.

او ملي آرمان ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې چا بهار بندر د افغانستان او سیمې هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره ډېر ارزښت لري.

په مطلب کې د یوه هندې څیړونکي په حواله راغلي چې چابهار بندر له سوداګریزه اړخه افغانستان له ډېرو هېوادنو سره نښلوي او دا بندر په ځانګړي ډول د افغانستان، ایران او هند لپاره د اهمیت وړ دی.

په مطلب کې ویل شوي چې د چابهار بندر له پراخېدو سره افغانستان کولای شي له پاکستان پرته روسیې او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته لاس رسی ولري او خپله راکړه ورکړه له دې هېوادونوسره زیاته کړي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG