د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۱

لوګر کې د اوبو لګولو څلور پروژې بشپړې شوې


د لوګر د کرنې ریاست د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په چوکاټ کې د کشمش‌خانو، ژورو څاګانو، باغونو او د اوبو د وړو حوضونو (ډنډونو) څلور پروژې چې د ۲۴،۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په یادو پروژو کې د ذخیروي اوبو ۱۵ حوضونه، ۲۲ بابه کشمش‌خانې، ۹ حلقې ژورې څاګانې او د باغونو د اوبولو په موخه په سولري سیستم د ۴ څاګانو فعالول شامل دي.

تېره ورځ ناوخته شنبه د لوګر د کرنې رئیس محمد دین مومند ازادي راډیو ته وویل چې د پروژو د لګښتونو له یاد رقم سربېره ځايي خلک هم په‌کې ۲۵ سلنه ونډه لري.

محمد دین مومند د بشپړو شویو پروژو په باب وویل:

"لوګر کې موږ څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې چې ۲۲ بابه کشمش‌خانې وې د انګورو د وچولو په خاطر باندې، نهه حلقې څاګانې دي چې څلور يې په سولري سیستم باندې فعاله شوې دي، ۱۵ د باغونو د اوبو کولو لپاره ډنډونه دي، په‎دې سره به ان‌شاءالله د بزګرانو او باغدارانو په حاصلاتو کې مثبت تغییرات راشي، دا د تېر کال څخه پیل وې او د خلکو له ونډه پرته پرې ۲۴ میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی."

د لوګر والي حلیم فدايي وايي چې ځايي اداره په یاد ولایت کې د کرنې او اوبو لګولو د پرمختګ لپاره هڅې کوي او په دې برخه کې یې نه‌یوازې تېر کال د سلګونه میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کړي، بلکې سږ لمریز کال کې به هم په دې برخه کې یو شمېر بنسټیزې پروژې پلي شي.

حلیم فدايي، ټېنګار وکړ چې کرنه، مالداري او د اوبو لګولو د کانالونو جوړول د خلکو د اقتصاد بنسټ جوړوي او په همدې خاطر دوی ته په اولیتونو کې حسابېږي.

قدرت‎الله چې د محمداغې ولسوالۍ د سرخ‌اباد کلي اوسېدونکی دی، دوی ته د ترسره شویو پروژو د ارزښت په تړاو وویل:

"د اوبو کانال د اوبو لپاره ډېر مهم دی، د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي، په سېلابونو کې ډېر کمک کوي، کشمش‌خانې هم مهمې دي، د سیزن په وخت کې بازار کمزوری وي، انګور مېوه په ډېر ارزان قیمت سره خرڅېږي، د دې لپاره چې وچه شي، ځکه د وچې مېوې قیمتونه ډېر ښه دي، اوس تر ۳۰ فیصدو پورې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي، په سېلابونو کې هم کمک کوي او د ځمکو د تخریب مخه نیسي."

د لوګر یو بل تن بزګر سیدحبیب‌الله وايي چې پخوا به دوی د وچو مېوو لپاره غیر معیاري بالاخانې جوړولې، خو اوس دا کشمش‌خانې معیاري جوړې شوي او له‎دې څو بزګران هم یوځای استفاده کولای شي.

بل لوري ته د یادو پروژو په دوام د محمداغې ولسوالۍ د سرخ‌اباد کلي کې د اوبو لګولو د څلورمې شبکې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، یاده شبکه چې ورباندې ۷۹۰ جریبه ځمکه خړوبېږي او تر ۱۱ زرو ډېر خلک به ځینې ګټه پورته کوي، ۱۲،۸ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي.

د سرخ‌اباد کلي د اوبو څلورمه شبکه ۲۶۸۶ متره اوږدوالی، ۵۷۵ متره استنادي دېوال، دوه اشټرنګي دروازې او ۶ پلچکونه لري، د کرنې ریاست د چارواکو په وینا د یادې پروژې په تطبیق سره به ۲۰ سلنه د اوبو ضایعات لږ او د بزګرانو په حاصلاتو کې به د پام وړ ډېروالی راشي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG