د لاسرسي لېنکونه

د نورستان په "واما" او "نورګرام" ولسوالیو کې د دوو کلیوالي سړکونو د جوړولو کار پیل شو.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل، سلګونه کورنۍ به له هغو ستونزو خلاصې شي چې د پاخه سړک د نشتوالي له امله‌یې لري.

د حافظ عبدالقیوم په وینا، واما ولسوالۍ کې پر سړک به اته میاشتې کار وشي او ۷ اعشاریه اووه میلیونه افغانۍ ورته ځانګړې شوې دي.

په نورګرام کې به هم د سړک جوړولو پروژه په اتو میاشتو کې بشپړه شي او ۱۱ میلیونه افغانۍ به پرې ولګول شي.

حافظ عبدالقیوم زیاته کړه:

"د واما په ولسوالۍ کې سړک مجموعاً دوه اعشاریه ۶۷ کېلومتره دی، د انکشاف دهات وزارت د کوردر د کوزکلي له شورا سره قرارداد کړی دی. په [نورګرام] کې تقریباً څلور کېلومتره سړک جوړېږي چې څه د پاسه ۱۱ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي او په اتو میاشتو کې به د انکشاف دهات وزارت له بودجې جوړ شي."

د افغانستان حکومت د دواړو سړکونو قرارداد کلیوالي شوراوو ته ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG