د لاسرسي لېنکونه

په لغمان کې چارواکي وايي، د "الماس" په نوم پوځي عملیاتو کې ۸۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د عمرزو په کلي کې د کوکنارو د کښتونو پر ضد عملیات لا روان دي.

سرحدي ځواک وویل:

"په دې عملیاتو کې ۸۰ جریبه ځمکه پاکه شوې ده. دا عملیات لا هم روان دي او د کوکنارو نور کښتونه به هم له‌منځه ولاړ شي."

د لغمان ولایت په خبرپاڼه کې راغلي چې د "حکومت وسله‎والو مخالفینو خلک په دې سیمو کې د کوکنارو کښت ته مجبور کړي دي."

XS
SM
MD
LG