د لاسرسي لېنکونه

پاکستاني پولیس وایي، په لاهور ښار کې لس وسله وال مخالفین له پولیسو سره په وسله واله نښته کې وژل شوي دي.

په دې کې د لاهور د فبرورۍ میاشتې د برید یو عمده طراح هم وژل شوی دی.

د پاکستاند ترورېزم پروړاندې د مبارزې ادارې په یوه اعلامیه کې راغلي چې کله پولیس افسران د یوې مخکیني حملې په پلټنه بوخت وو، نن سهار د لاهور ښار په څنډو کې د وسله والو مخالفینو تر برید لاندې راغله.

اعلامیه زیاتوي تر برید وروسته پولیسو مرسته وغوښته او هغه سیمه کې محاصره کړه او د دواړو لورو ترمنځ ډزې پیل شوې.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په وژل شویو کې یو تن د پاکستاني طالبانو د یوې څانګې جماعت الاحرار یو غړی پېژندل شوی.

جماعت الاحرار په فبرورۍ کې د هغه ځانمرګي برید مسؤلیت منلی وو چې دیارلس تنه پکې ووژل شوه.

دوی په لاهور کې د تېر کال هغه برید مسؤل هم پېژندل شوي چې په یوه عمومي پارک کې شوی او څه باندي اویا تنه پکې ووژل شوه.

XS
SM
MD
LG