د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

ملاله یوسفزۍ د سولې لپاره د«م.م»ځوانه سفیره انتخاب شوه


ملاله یوسفزۍ چې د نوبل د سولې د جایزې ځوان تر لاسه کونکې ده، د سولې لپاره د ملګرو ملتونو تر ټولو ځوانه سفیره هم انتخاب شوه.

۱۹ کلنه ملاله یوسفزۍ به د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټوني ګوتریس له خوا رسماً د دې سازمان د سولې استازې وټاکل شي او د خپل نوي رول د یوې برخې په توګه به په نړۍ کې د نجونو د زده کړې د ودې لپاره کار کوي.

د سوات دې پښتون ټبرې نجلۍ ته چې د تعلیم د پراختیا یوه فعاله وه، هغه مهال د نړیوالو پام ورواوښت چې په ۲۰۱۲ میلادي کال په سوات کې ښوونځي ته پر لاره د ښوونځي په موټر کې طالب وسله والو پر سر په مردکي وویشتله.

ملاله یوسفزۍ چې د پاکستاني طالبانو برید کې ټپي شوه.
ملاله یوسفزۍ چې د پاکستاني طالبانو برید کې ټپي شوه.

پاکستاني طالبانو دا د نجونو د تعلیم لپاره چې هغوی پرې بندیز لګولی و، د ملالې د کمپاین سزا بللې وه.

ملاله په لندن کې له درملنې وروسته له دې ټپ ورغېده، خو له هغې راوروسته یې په نړیواله سطحه د نجونو د تعلیم لپاره کمپاین پیل کړ.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې نوموړې د نوبل د سولې جایزه تر ټولو ځوانه ګټونکې شوه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ګوترس په خپل بیان کې ویلي"ان د یو سخت خطر په وړاندې هم ملالې یوسفزۍ د ښځو، نجونو او ټولو خلکو د حقونو لپاره خپل نه بدلیدونکی تعهد په ډاګه کړ."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل بیان کې زیاته کړې"د نوموړې هڅونکې فعالیت لا د مخه په نړۍ کې ګڼ خلکو ته جرات ورکړی، اوس د ملګرو ملتونو د سازمان د سولې د تر ټولو ځوانې سفیرې په توګه ملاله یوسفزۍ کولای شي چې د یوې سوله ییزې نړۍ لپاره نور کار وکړي."

ملاله یوسفزۍ چې په لندن کې له درملنې وروسته هملته اوسېږي او زده کړې کوي، د ملالې په نوم یو خیریه بنسټ هم جوړ کړی چې پر مټ یې مخ پر ودې هېوادونو کې د تعلیمي پروژو ملاتړ کوي.

نوموړې چې وخت پر وخت پر نړیوالو سټیجونو د نجونو د تعلیم په اړه ویناوې کوي په تېره جولای میاشت کې رونډا او کینیا ته تللې وه او دغلته یې له سومالیا او بروندي څخه د کډوالو شویو نجونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

ملاله یوسفزۍ.
ملاله یوسفزۍ.

د ملګرو ملتونو د سولې په نورو نړیوالو استازو کې سینمايي ستوري میشل ډوګلاس او لیوناردو ډیکاپریو هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو په وینا د سولې استازې په داو طلبه توګه خپل وخت، استعداد او علاقه مندي په بېلا بېلو برخو کې د ملګرو ملتونو خیریه چارو ته د نړیوالې پاملرنې د اړولو په برخه کې لګوي.

XS
SM
MD
LG