د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

د روڼتیا څار بنسټ: د مس عینک کان قرارداد دې له انحصاره ووزي


د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ وايي چې حکومت باید د مس عینک د کان د قرارداد د فسخه کولو لپاره اقدام وکړي.

که څه هم د مس عینک د کان د کېندنې له قرارداد څخه نهه کاله تېرېږي خو تر اوسه د دغه کان د کېندنې په اړه هېڅ ډول عملي اقدمات نه دي شوي.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ د مس عینک د کان قرارداد د کانونو په برخه کې تر ټولو بد قرارداد بولي.

د دغه بنسټ مشر سید اکرام افضلي د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ حکومت باید د دغه قرارداد د لغوه کولو او د کان د کېندنې د عملي کار لپاره زمینه برابره کړي.

سید اکرام افضلي.
سید اکرام افضلي.

نوموړي زیاته کړه:

"د انحصار د لمنځه وړلو لپاره باید افغان حکومت د چین له حکومت سره خبرې وکړي او بالاخره ددغه تړون د فسخه کېدو لپاره لار هواره کړي او د یوې رقابتي لارې او یاهم د قرداد په شرایطو کې د بدلون په راوستلو د مس عینکو په کان کې د معدن کارۍ چارې شروع شي."

دا په داسې حال کې ده چې د سي ان بي سي تلوېزیون په یوه رپوټ کې ویلي چې د مس عینک د کان د کېندولو په اړه د چین طرحه ځنډېډلې ده.

په دغه رپوټ کې راغلي چې د مس عینک پروژه له هغې وروسته له جدې ننګونو سره مخ شوه چې د یادې پروژې مسؤل د درې میلیارده امریکايي ډالرو د فساد په تور د چین له کمونیست ګوند څخه وویستل شو.

د مس عینک د کان قرار داد د ۲۰۰۸ میلادي کال د اپریل په اتمه د چین د «ام. سي. سي» کمپنۍ او افغان حکومت ترمنځ لاسلیک شو.

د دغه قرارداد له مخې چې د درې میلیارده ډالرو په ارزښت لاسلیک شو د «ام. سي. سي» چینايي کمپنۍ مکلفه ده هر کال څلور سوه میلیونه ډالره افغان حکومت ته ورکړي او په زرګونو افغانانو ته د کار زمینه هم برابر کړي.

د قرارداد له مخې تمه وه چې د مس عینک کان د کېندونو عملي چارې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې پیل شې خو په سیمه کې د تاریخي اثارو د پیدا کېدو او د امنیتي ستونزو سربېره د ځینو نور مسایلو له کبله دغه لړۍ تراوسه ځنډېدلې ده.

د ولسي جرګې د طبيعي سرچینو او د چاپېریال ساتنې د کمېسیون غړي محمد زکریا سودا ازادي راډیو ته وویل چې په اوس وخت کې د دغه قرارداد د عملي کولو لپاره هیله مندي نشته.

نوموړي زیاته کړه:

"یوازینی شی چې دوی غوښتل په قرارداد کې یې ترلاسه کړي هغه انحصار وه او هرکله چې یې ضرورت وي بیا دغه کان استخراج کړي خو په اوسنیو شرایطو کې حداقل زه هیله نه لرم چې دغه قرارداد عملي شي او افغانستان ته دې ترې ګټه ورسېږي."

خو د لوګر د والي ویاند سلیم صالح بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په لوګر کې د دې کان د کېندنې پر وړاندې ټولې ستونزې لرې شوي او خلک د دې غوښتنه کوي چې ژر تر ژره يې د کېندلو عملي چارې پیل شي.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مهمند بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې تر دې دمه درې زره لرغوني اثار د میس عینک له کان څخه انتقال شوي خو په خبره يې چې لا هم له دغه کان څخه د تاریخي اثارو استخراج دوام لري.

د مس عینک کان د دوه اړخیز قرارداد له مخې باید په هرو پنځو کلونو کې دواړه غاړې د قرارداد اقتصادي شرایط وڅېړي.

د دې قرارداد په یوولسم فصل کې راغلي که د چین د ام سي سي کمپنۍ له پنځه کلونو وروسته د قرارداد پراساس تولید او سوداګریز لېږد ونه لري، مالیه ورنه کړي او سرغړونه وکړي نو افغان حکومت حق لري چې له دې کمپنۍ سره قرارداد لغوه کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي تر اوسه هم د افغان حکومت او ام سي سي کمپنۍ ترمنځ خبرې روانې دي.

د دې وزارت ویاند ذبیح الله سروري ازادي راډیو ته وویل تر دې دمه هېڅ داسې کومه خبره نشته چې له مخې يې د مس عینک کان د قرارداد د لغوه او یا هم وځنډول شي:

"هغه څه چې ډېر واضح دي هغه دا مسئله ده چې د مذاکراتو په حال کې یو او د وزارت او کمپنۍ ترمنځ خبرې روانې دي د قرارداد د فسخه کېدو په اړه هېڅ نشته او په ورته وخت کې د خبرو نتیجه هم نه ده معلومه."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت یو کال وړاندې هم ویلي وو چې په دې اړه خبرې دوام لري.

خو د دې وزارت پخواني وزیر داوود شاه صبا د مس عینک کان قرارداد د دې هېواد په زیان بللی او ویلي وو که د دغه ډول سترو قراردادونو په لاسلیکولو کې ستونزه پیدا شي نو پایلې به يې نه جبرانېدونکې وي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG