د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

صالح: ځینې سیاسي ګوندونه پوځي فعالیت لري


د افغانستان ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي وايي، په افغانستان کې یو شمېر سیاسي ګوندونه بې وسلې شوي نه دي او لاهم پوځي فعالیت لري.

یاد کمېسیون وايي، ډېرې هغه سیاسي ګوندونه چې د افغانستان په عدلې وزارت کې ثبت او راجسټر دې په معیارونو برابر نه دي او حکومت باید په دغه هېواد کې د سیاسي ګوندونو فعالیتونه وڅاري او د هغو ګوندونو په وړاندې اقدام وکړي کوم چې پوځي تشکیلات لري.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یوه غړي صالح محمد صالح د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، یو شمېر سیاسي ګوندونه لاهم معیاري نه دي او پوځي فعالیتونه کوي.

ښاغلي صالح زیاته کړه چې په ځینو ولایتونو کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو پوځي فعالیتونو خلک اندېښمن کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان اکثره ګوندونه ملي نه دي او که چېرې ملي اوسي نو بیا اکثره غېر مسؤل وسله وال لري چې په سرپل، جوزجان او شمال کې یې بېلګې ګورو، هغه ګوندونه چې غېر مسؤل وسله وال لري باید ترې جواز واخیستل شي او داسې ګوندونه رامنځته شي چې ملي اوسي."

ښاغلی صالح وايي، د افغانستان روانو شرایطو ته په پام سره د دا ډول ګوندونو فعالیت د اندېښنې وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په مزارشریف کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدلرشید دوستم د عکسونو د لېرې کولو په غبرګون د اسلامي جنبش غړیو مظاهره وکړه چې د سیمه ییزو چارواکو په خبره مظاهره کوونکو وسلې هم درلودې.

دغه شان په فاریاب، سرپل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د جمعیت او جنبش ګوندونو د غړیو ترمنځ نښتې رامنځته شوي دي چې د سیمه ییزو چارواکو په خبره په فاریاب ولایت کې ان دغه نښتې د ځینو کسانو د زخمي کېدو او وژل کېدو لامل ګرځېدلي دي.

غور کې د غېر مسؤله وسله والو ترمنځ نښته کې ۵ تنه وژل شوي

فاریاب کې د غېر مسؤله وسله والو ترمنځ نښته کې ۴ تنه وژل شوي

خو د افغانستان د عدلې وزارت په دغه هېواد کې د سیاسي ګوندونو پوځي فعالیتونه نه مني او وايي چې لاتر اوسه په دې اړه ورته کوم شکایت نه دې شوی.

د دغه وزارت مرستیال سید محمد هاشمي ازادي راډیو ته وویل، هغه ګوندونه چې پوځي فعالیتونه لري د قانون له مخې لغوه کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"د قانون پر بنسټ د هغو ګوندونه په اړه موږ ته شکایت نه دی شوی کوم چې وسله وال لري او یا هم له وسله والو ډلو څخه استفاده کوي، که چېرې پوځي فعالیت لري امنیتي بنسټونه باید موږ ته خبر راکړي څو د دا ډول ګوند د لغوه کولو لپاره موږ اقدام وکړو."

ښاغلی هاشمي وايي، تر دې دمه ۶۰ سیاسي ګوندونه د افغانستان په عدلې وزارت کې ثبت دي، خو په خبره یې هېڅ کوم ګوند د پوځي فعالیتونو اجازه نه لري.

سیاسي کارپوه عبدلولي صمدي که څه هم د سیاسي ګوندونو ډېرښت د ډموکراسۍ د پیاوړتیا په برخه کې ګټور بولي خو ټینګار کوي چې سیاسي ګوندونه باید په ټولو معیارونو برابر اووسي او پوځي فعالیت ونه کړي.

راپور: عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG