د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

اسلامي حرکت: افغان حکومت خپل بهرني سیاست کې بریالی دی


له اسټرالیا، اندونیزیا او سینګارپور څخه هېواد ته د ولسمشر محمد اشرف غني له راستنېدو سره سم، ځینې سیاسي ګوندونه، د افغانستان بهرنی سیاست، د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو د ټینګولو او د بهرنیو مرستو د جلبولو هڅې بریالۍ ګڼي.

دا خبره د افغانستان د «اسلامي حرکت» نوي مشر سید محمدعلي جاوید د شنبې په ورځ د دغه حرکت د دویمې کنګرې په وروستۍ ورځ وکړه:

"د ملي یووالي حکومت په بهرني سیاست کې زما په نظر بریالی دی، زموږ ولسمشر د بهرنیو اړیکو په ټینګولو، د مالي چارو په تامینولو او د بهرنیو مرستو په جلبولو کې ځانګړی هنر لري چې دا د ملت په ګټه دي او دغه شان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د هېواد سیاسي اړیکې په ښه توګه ټینګې دي."

ښاغلی جواد چې د حرکت اسلامي په دریمه کنګره کې د حرکت اسلامي نوی مشر ټاکل شوی دا يي هم وویل چې په دې وروستیو کې یوازې له پاکستان سره اړیکي لږې ترینګلې شوي چې په دې برخه کې د افغانستان دریځ په حقه ګڼم.

افغان ولسمشر تېره اوونۍ اسټرالیا، اندنیزیا، اوسینګاپور ته سفرونه لرل چې د جمهوري ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغو سفرونو هدف د هېواد د کرنې، پوهنې، لوړو زده کړو، سوداګرۍ او اقتصادي سکټور د پراختیا په برخه کې د یادو هېوادونو د همکاریو جلبول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهور رئیس په وروستیو دوو کلونو کې ګاونډیو هېوادونو ته په سفرونو سربېره، ځینې اروپايي هېوادونو ته هم سفرونه کړي او د سولې د تینګښت، له ترورېزم سره د ګډې مبارزې او اقتصادي پراختیا په برخه کې یې د نړۍ د ګڼو هېوادونو همکاري جلب کړي ده.

ارګ وايي، د بهرني سیاست پیاوړتیا او د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې د ولسمشرغني له مهمو ژمنو څخه دي چې په دې برخه کې د پام وړ ګامونه هم اخیستل شوي دي.

د سیاسي چارو کارپوهان هم د افغانستان بهرني سیاست، د نړۍ له هېوادونو سره یې د اړیکو د رغولو او ټینګولو هڅې ستايي، خو کورني سیاست يې ناکام ګڼي.

د دغو کارپوهانو له ډلې ډاکټر کبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل:

کبیر رنجبر.
کبیر رنجبر.

"په نړیواله کچه زموږ بهرنی سیاست ډېر بریالی دی، د ملاتړو هېوادونو ترمنځ همغږي رامنځته شوې، که د ناټو هېوادونه دي، که امریکا ده که کانادا ده او نورغربي هېوادونه دي، خو په کورني سیاست کې زه فکرنه کوم چې کومه لاسته راوړنه ولرو، موږ نا هیلي یو، ځکه چې قانون حاکم نه دی، په ډېرو برخو کې معاملې کېږي، ښه حکومتوالي نه یوازې دا چې نه ده رامنځته شوې بلکې ډېر ترې شاته پاتې یو."

د حرکت اسلامي نوي مشر سید محمد علي جاوید هم د حکومت کورنی سیاست بریالی ونه ګاڼه او هیله یې وکړه چې د حکومت مشران د اختلافونو پرځای د هېواد ښېګڼې په پام کې ونیسي.

خو افغان چارواکو تل دا ویلي چې شااوخوا څلویښت کلنو جنګونو د هېواد ټول سیاسي، ټولنیز او اقتصادي جوړښتونه زیانمن کړي او نوي حکومت له بل هروخت څخه هڅې تېزې کړي چې دا هېواد ورغوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG