د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

پولیس: ستاکهولم کې د پرونۍ پېښې په جرم نیول شوی کس ښایې اصلي عامل وي


د سویډن پولیسو نن وویل هغه کس چې د تروریستي جرم په شک نیول شوی ښايې د ستاکهولم د وروستۍ حملې اصلي ترسره کونکی وي.

د ستاکهولم د پولیسو ویاند لارس بیستروم وویل دوی ګمان کوي کوم مشکوک چې نیول شوي ښايې هم هغه کس وي چې د جمعې په روځ يې د یوې لارې پواسطه برید کې څلور کسان ووژل.

خو د پولیسو ویاند ددې ترڅنګ چې د نیول شوي کس د هویت له ښودلو ډډه وکړه دا يې هم وویل چې کېدای شي نور کسان هم د ستاکهولم په برید کې لاس ولري.

د سویډن ستاکهولم.
د سویډن ستاکهولم.

د سویدڼ پولیسو د جمعې په ورځ یو کس چې شک پرې کېږي د هغه چلونکی و چې پر خلکو وروړل شوې وه ، د ستاکهولم په شمالي څنډه کې ونیو.

د سویډڼ پولیسو د جرمني د استخباراتي سرچینو په حواله ویلي چې د ستاکهولم د برید مشکوک ترسره کونکی ۳۹ کلن دی او د ازبکستان وګړی دی.

ځینو سرچینو ویلي چې د سویډن امنیتي چارواکو یو بل کس هم د ستاکهولم د حملې په تړاو توقیف کړی دی خو سویډني چارواکو دا رد کړې ده.

سویډني چارواکو پر دې راپورونو له تبصرې ډډه کړې چې وايي په حمله کې له کارول شوې لاری څخه زیاته اندازه چاودونکي مواد ترلاسه شوي دي.

په همدې حال کې د سویډن صدراعظم ددې برید د غندلو ترڅنګ ټینګار کړی دی چې تروریستي فعالیتونه به د دوی ارزښتونه اغېزمن نه کړي.

سټیفن لوفین وویل:

"موږ هوډ کړی چې هېڅکله به پرې نه ږدو چې د ډیموکراسي،ازادي او بشري حقونو ارزښتونه د کرکې خپرولو له امله زیانمن شي."

د سویډن صدراعظم زیاته کړه چې په راتلونکې کې به ددې ډول حملو د مخنیوي لپاره د هېواد د پولو ساتنه او امنیت نور هم ټینګ کړي.

تر اوسه پورې کوم ډلې د سویډن په پایتخت کې د لاری پواسطه د شوي برید مسؤلیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG