د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

ارزګان کې له ۱۱۷۶کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل شوه


په ارزګان ولایت کې د جګړو له امله ۱۱۷۶ بېځایه شویو کورنیو سره د مرستې لړۍ پيل شوه.

د ارزګان مرستیال والي عبدلواحد پټان د شنبې په ورځ د یادې مرستې د وېش لړۍ د پیل پرمهال ازادي راډيو ته وویل چې په دغه مرسته کې بېلابېلا خوراکي توکي شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې یاده مرسته د WFP موسسې لخوا د وروستیو جګړو له امله د بېځایه شویو زیانمنو شویو کورنیو سره کېږي.

د ارزګان مرستیال والي عبدالودود پټان د مرستې د وېش پرمهال.
د ارزګان مرستیال والي عبدالودود پټان د مرستې د وېش پرمهال.

ښاغلي پټان زیاته کړه:

"دغه مرستې هغه چاته ورکول کېږي چې مستحق وي او بېچاره وي او موږ ډېر په شفافه توګه سروې کړې، په دې مرسته شویو توکو کې ۲۰۰ کېلوګرام اوړه،۱۴کېلوګرامه غوړي او یو کېلو مالګه ده."

نوموړي زیاته کړه چې که څه هم یادې مرستې د ازرګان بېځایه شویو کورنیو لپاره بسنه نه کوي خو زیاته یې کړه چې د څه وخت لپاره یې اړتیا ور پوره کولای شي.

د ارزګان مرستیال وویل چې په راتلونکې کې له یو شمېر نورو بېځایه شویو کورنیو سره هم د مرستې پلان لري.

له دې سره د ارزګان د ولایتي شورا غړي عبدالکریم خادیم زوی وویل چې وروستیو جګړو د یاد ولایت اوسېدونکي سخت زیانمن کړي چې باید مرسته ور سره وشي.

د ارزګان د ولایتي شورا غړی عبدالکریم خادم زوی.
د ارزګان د ولایتي شورا غړی عبدالکریم خادم زوی.

نوموړي زیاته کړه:

"اووه میاشتې کېږي چې په ارزګان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختي جګړې روانې دي چې قربانیان يې ملکیان دي."

په ورته وخت کې د ارزګان یو شمېر هغه جګړه ځپلې کورنۍ چې د مرستې تر لاسه کولو لپاره راغلي وايي په مرسته خوښ دي خو له دولته د خپلو سیمو د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

د دوی له ډلې یوه هم ببو او بل هم لالا دي چې وايي، روانې جګړې ترې هرڅه اخیستي او ترشنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېره وي.

دوی ازادي راډيو ته وویل:

"درې میاشتې کېږي چې له خپله کور څخه راوتلې یم، کور مې ونړېدی، اوس په خېمه کې ژوند کوم،خاوند مې مړ شو، د کور سرپرستي زماپه غاړه ده.

"په دغه روان جګړه کې مې دوه زامن مړه شوه، ښځه مې ټپي شوه، کور مې لوټي لوټي شو او دا پنځه میاشتې کېږي چې په بازار کې د قرايي په سرای کې پورت یم."

د یادونې وړه ده چې د مسؤلینو په خبره له دې وړاندې هم له سلګونه کورنیو سره د خوارکي او غېري خوارکي توکو مرستې شوي دي.

راپور:شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG