د لاسرسي لېنکونه

واشینګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی«افغان حکومت ډیر خلک نهیلي کړې خو ځینو لا هم هیله مندي له لاسه نه ده ورکړې.»

د ورځپاڼې په وینا که غواړئ د افغانستان په تیاره سیاسي افق کې یو روښانه ټکی پیدا کړئ نو باید د کابل ښار یوې څنډې ته ولاړ شئ، له نیمه پخو شویو سړکونو تېر شئ او یوې نیمې ودانې شوې ودانۍ ته ننوزئ.

له زینو یوې خونې ته پورته شئ چې په کې یو دریشي کړی سړی خپله څوکۍ او د کار میز ځای پر ځای کوي.

دا سړی د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې نوی رئیس نادر نادري دی.

۴۲ کلن نادر نادري چې مخکې د بشري حقونو یو فعال و دې ورځپاڼې ته ویلي که چیرې په خپل کار کې چې اداري اصلاحات دي بریالی شي نو و به کولی شي چې د افغانستان پر نوې ډیموکراسۍ تر یوه حده د خلکو باور پیدا کړي او که ناکام شي په حقیقت کې به د افغانستان د ځوان نسل هیلې پوره نه شي.

د ورځپاڼې په وینا دا مهال د افغانستان په وړاندې په پرتې اوږدې او تیاره لار کې د نوموړې ټاکنه یوه نرۍ لاره ښيي.

دا داسې یو څه دي چې د افغانستان ډېر خلک ویره لري د لوړو ژورو څخه پر دې ډکه لاره به منزل ته د رسېدو هیله له لاسه ورکړي.

ورځپاڼه په افغانستان کې په اقتصادي، نظامي، سیاسي او د اداري فساد پر ستونزو په تفصیل خبرې کوې او زیاتوي دا هر څه په داسې یو وخت کې دي چې د دوبي په راتلو افغانستان کې د جګړې فصل شروع کېږي او ډېر خلک له افغانستان څخه د وتلو هڅه کوي.

ورځپاڼه وايي، ان حکومتي چارواکي خپلې کورنۍ له افغانستان څخه بهر استوي.

د نشنل انټرسټ:

د نشنل انټرسټ خپرونې بیا د افغانستان پر ستونزو یوه لیکنه کړې او سرلیک یې دی«په افغانستان کې له په ټپه درېدلي حالت څخه د وتلو لپاره باید امریکا ددې کړکېچ عوامل پاکستان کې له منځه یوسي.»

د خپرونې په وینا هغه شل وسله والې ډلې چې په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي او د امریکا د ترهګرو په لېست کې شاملې دي، اووه مهمې ډلې یې په پاکستان کې مرکزونه لري او تر هغې چې دوی په پاکستان کې امن پټنځایونه ولري د افغانستان امن او ثبات ته به ګواښ پېښوي.

ورځپاڼه د مارچ په میاشت کې د امریکايي جنرال جوزیف ووټل هغو څرګندونو ته اشاره کوي چې د امریکا د سنا د وسله والو خدمتونو کمیټې ته یې وویل، په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو ته لوی ګواښ د حقاني شبکه ده.

نوموړي طالبان او حقاني شبکه لوی ګواښ وبلل او زیاته یې ددې دواړو ډلو مشران په پاکستان کې په ازادانه توګه کار کوي، هېڅ ډول فشار پرې نه شته او ملاتړ یې هم کېږي.

خپرونه د جنرال جان نېکلسن هغو خبرو ته هم اشاره کوي چې د سنا د وسله والو خدمتونو کمېټې ته یې وویل، «په افغانستان کې بریا ته رسېدل د دې هېواد له پولو بهر د ترهګرو د پټنځایونو او مرکزونو په له منځه وړلو ممکن کېدای شي.»

XS
SM
MD
LG