د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

د پاکستان ملي امنیت سلاکار وروستیو څرګندونو په اړه د کابل غبرګون


افغان حکومت وايي، دا پاکستان دى چې د تروريستانو او نورو سخت دريځو وسله والو ملاتړ کوي او په هغه هېواد کې خوندي مرکزونه لري.

د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار وروستيو څرګندونو د افغان حکومت توند عکس العمل پارولى دى.

ډګر جنرال ناصر جنجوعه، په پاکستان کې روان افراطيت د افغانستان د جګړې نتيجه بللې ده.

خو د افغانستان د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل ازادي راډيو ته وويل، پاکستان په سيمه کې د ترورېزم ملاتړى دى او د تروريستانو، دغه راز نورو سخت دريځو وسله والو خوندي مرکزونه په کې دي.

جاوید فیصل.
جاوید فیصل.

نوموړي زیاته کړه:

"تروريستان په ټوله کې له پاکستانه ملاتړ ترلاسه کوي، هغه تروريستي ډلې چې افغانستان او سيمه يې ناامنه کړې، په پاکستان کې ټوکېدلي او له هغه ځايه تغذيه کېږي، د دې لپاره چې په افغانستان او سيمه کې امن راشي، اړتيا ده چې پاکستان د ترورېزم پرضد اقدامات وکړي او د تروريستانو د روزنې مرکزونه او مالي منابع له منځه يوسي."

ځينو پاکستانۍ ورځپاڼو د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار ناصر جنجوعه په حواله راپور ورکړى چې د جمعې په ورځ يې ويلي، دا تصور ناسم دى چې پاکستان په افغانستان کې دوه ګونى سياست پرمخ بيايي.

ده چې په اسلام اباد کې يوې تجارتي غونډې ته خبرې کولې زياته کړې، که پاکستان د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې نه درېدلاى، نن به افغانستان د نړۍ په نقشه کې نه و.

په دې اړه د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاوید فيصل وویل:

"جهاد د افغان ولس برحق جنګ و چې د شوروي اتحاد پرضد يې وکړ، نه يوازې افغانستان يې له شوروي څخه وژغوره بلکې پاکستان هم وژغورل شو، دغه جهاد نه يوازې افغانستان له هغه ظلم څخه وساته بلکې پاکستان هم ورڅخه په پوځي برخه کې استفاده وکړه او قوي شول."

تر دې مخکې د پاکستان دفاع وزير هم د افغانستان پر اړوندو مسايلو خبرې کړې وې.

خواجه محمد اصف د پنجشنبې په ورځ ويلي وو، د افغانستان او پاکستان د اړيکو د ښه کېدو په برخه کې وضعيت جدي دى.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف.

هغه له يوې خصوصي تلويزيوني خبري شبکې سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ له کبله، د کابل او اسلام اباد اړيکې ترينګلي شوي دي.

ځينې تحليلوونکي په دې باور دي چې د پاکستاني چارواکو د وروستيو خبرو يو هدف پر خپل هېواد د فشارونو کمول دي.

په هالنډ کې مېشت افغان تحليلګر زکريا پوپل ازادي راډيو ته وويل:

زکریا پوپل.
زکریا پوپل.

"پرپاکستان له بېلابېلو لوريو، هم د اروپايي هېوادونو، هم د امريکا او هم نورو اړخونو فشار ډېر شوى دى، دوى- د دې لپاره چې دا فشار کم کړي او د خلکو پام بلې خوا ته واړوي، داسې ادعا کوي چې له افغانستانه دوى ته ستونزه پېښه ده، دوى خو هم د جهاد په دوران کې هم له هغې راوروسته له افغانستانه بې-شمېره ګټې ترلاسه کړي دي، حتى په دې لار کې يې اټومي وسلې ترلاسه کړې، پر افغانانو دې د جهاد احسان نه اچوي، بلکې دوى بايد د افغانانو د جهاد ممنون واوسي."

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ويلي، که پاکستان رښتيا هم د وسله والو طالبانو پلوي کوي، نو دغه طالبان ولې د پاکستان پرضد جنګېږي؟

افغان چارواکي په دې باور دي چې اسلام اباد يوازې د هغو پاکستاني طالبانو پرضد چې د دوى د ګټو خلاف دي، مبارزه کړې، خو د حقاني شبکې، نورو سخت دريځو او تروريستي ډلو په وړاندې يې جدي اقدام نه دى کړى.

افغان حکومت وايي، د ټولو سخت دريځو ډلو په وړاندې دې بې توپيره مبارزه وشي.

XS
SM
MD
LG