د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د څرخي پله زندان په یوه جلا برخه کې د بندیانو له خوا رامنځته شوې ستونزه یې پای ته رسولې ده.

یاد وزارت وايي، ځینو بندیانو د بهرنیو کړیو په پارونه نورو ته ستونزې جوړولې او په خپله یې هم لنډ اعتصاب کړی و چې له امله یې مسؤلین اړ شول څو دا لانجمن بندیان د نورو له ډلې وباسي او ستونزه پای ته ورسوي.

د کورنیو چارو وزارت د محبسونو او توقیف خونو عموميرئیس جنرال عبدالعلیم کوهستاني د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د دغو بندیانو شمېر شااوخوا شل تنه و چې ټول یې د مخدره موادو او نورو درنو جرمونو په سبب په اوږدمهال بند محکوم دي.

​نوموړي زیاته کړه:

"موږ جلا محبس لرو، د مخدره توکو مجرمین پکې ساتل کېږي، ځينو بندیانو نورو ته ستونزې جوړولې، هغوی یې نه پرېښودل چې ډوډۍ واخلي او ګواښل به یې، ځینې کسانو به دوی له بهره حمایه کول، ان تروریستي سازمانونو دوی ته لارښوونې کړي دي، مونږ بیا دوی له نورو زندانیانو جلا کړل او اوس وخت موږ کومه ستونزه نه لرو."

ښاغلي کوهستاني وویل دغو بندیانو د بند د مودې د کمښت، ولایتونو ته د انتقال او ځینې نورې غوښتنې درلودې چې د سختو جرمونو په سبب قانون دا اسانتیاوې نه دي ورکړي.

خو د رپوټونو په اساس د څرخي پله زندان شااوخوا سلو بندیانو شااوخوا پنځه ورځې د ولسمشر د هغه فرمان په غبرګون خپلې شونډې ګنډلې وې چې د څرخي پله د محبس بندیان نورو ولایتونو ته نه شي انتقالیدلی.

ازادي راډيو ته هم یوه عام کس په ټلیفوني پیغام کې د څرخي پله د وروستي وضعیت په اړه د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړی.

"زه جمشید یم د کندهار ولایت اوسیدونکی، زه تللی وم د څرخي پله زندان څنګ ته د مخدره موادو بلاک دی، هلته یو نیم زر کسانو اعتصاب کړی و او یو نیم سلو پکې خپلې خولې هم ګنډلې وې."

د بشري حقونو ګڼو مدافع ادارو هم په وار وار د افغانستان د زندانونو وضعیت ناسم بللی او ویلي یې دي چې دوسیو ته په وخت نه رسیدګي د دې لامل کېږي چې ډېری وخت بندیان په اعتصاب او شور لاس پورې کړي.

خو د کورنیو چارو وزارت د محبسونو او توقیف خونو لوی رئیس وايي د وروستۍ ستونزې د حل لپاره دوی له ښو او مناسبو لارو له بندیانو سره خبرې کړي او ستونزه یې هواره کړې ده.

جنرال علیم کوهستاني وایي، ډېر کم شمېر بندیانو د ده په خبره ظاهراً اعتصاب کړی و او اوس یې مات کړی دی:

"دوی دوه که دوه نیمې ورځې اعتصاب کړی و. «په خندا» اصلاً اعتصاب هم داسې و چې زموږ د ساتونکو له سترګو چپ یې ډوډۍ خوړله، موږ چې کله ډاکټران د معاینې لپاره ور لېږل هغوی به ویل چې د دغو بندیانو وضعیت ښه دی او داسې ښکاري چې هم یې ډوډۍ خوړلې او هم یې اوبه څښلي دي."

​په څرخي پله زندان کې د دې وروستي اعتصاب په اړه ولسي جرګې هم غبرګون ښودلی و او غوښتنه یې کړې وه چې حکومت باید ژر تر ژره د دې ستونزې هواري ته لاس په کار شي.

تر دې پخوا هم د افغانستان په بېلابېلو زندانونو کې محبوسینو اعتصابونه کړي او کله کله دا اعتصاب په سختو لانجو هم اوښتي دي.

د کابل په څرخي پله زندان کې چې په ۱۹۷۳ کال کې جوړ شوی شااوخوا ۷۰۰۰ بندیان ساتل کېږي هغه څه چې ویل کېږي د دې زندان له ظرفیت پورته سلګونه کسان پکې اضافه دي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG