د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

کندهار کې شپږ نیول شوي زمریان د کابل ژوبن کې ساتل کېږي


هغه شپږ سپین زمري به چې د کندهار سرحدي ځواکونو له پاکستان سره پولې ته نېږدې موندلي وو، د کابل په ژوبڼ کې استوګن شي.

د کابل ژوبڼ مشر عزیز ګل ثاقب نن د جرمني خبري اژانس ته وویل، "څلور زمریان ژوبڼ ته را رسېدلي او دوه لا هم د کندهار له پولیسو سره دي خو ډېر ژر به کابل ته ولېږدول شي."

د عزیزګل ثاقب په وینا، دا زمري ډېره موده په کوچنیو قفسونو کې ساتل شوي نو له دې امله یې پښې زخمي شوې وې خو د څارویو ډاکټر کتلي، دوا یې ورکړې او د ښه کېدو په حال کې دي.

​عزیز ګل ثاقب څرګنده کړې چې څلور زمریان یې په یوه الوتکه کې له کندهاره تر کابله ورسول.

هغه ویلي چې په الوتکه کې سپرو مسافرو له بویه شکایت کول او زمري هم په تکلیف شول ځکه چې په الوتکه کې د پرواز پرمهال کافي اکسیجن نه و.

چارواکي په داسې لار پسې ګرزي چې په ارامۍ او اسوده ګۍ دوه نور زمریان له کندهاره کابل ته ولېږدوي.

د کابل ژوبڼ امر ویلي چې په کندهار کې پاتې دوې جوړې به هم ډېر ژر ژوبڼ ته ولېږدول شي.

د کندهار ګمرک مامورینو تېره اوونۍ۶ سپین زمري چې د مېوې په کانټینرونو کې، په قاچاقي ډول پاکستان ته لېږدول کېدل، ونیول .

پولیس اوس په دې اړه څېړنې کوي چې دا زمري په اصل کې چېرته موندل شوي او له کومه ځایه راوړل شوي وو.

دا هم نه ده څرګنده چې هغوی ولې پاکستان ته لېږدول کېدل.

د کابل په ژوبڼ کې د زمري قفس له تېرو دریو کلونو راهیسې تش و.

د ژوبڼ وروستۍ زمرۍ درې کاله مخکې مړه شوه او له هغه راهیسې د کابل ژوبڼ زمری نه درلود.

​دجرمني خبري اژانس وايي، د کابل په ژوبڼ کې د زمریو لپاره ځانګړی ځای ډېر تنګ دی خو چارواکي اوس غواړي چې د لامبو یو نوی حوض ورته جوړ کړي.

دا سپین زمري چې د کابل ژوبڼ ته لېږدول کېږي، ټول کوچني دي.

د کابل ژوبڼ یوه کارګر اکه قربان د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې پر یوه زمري به "مرجان" نوم کېږدي.

مرجان په یوه سترګه ړوند زمری و چې په کابل کې د کورنۍ جګړې پرمهال يې سخت شرایط تېر کړل او بلاخره په۲۰۰۲ میلادي کال کې چې ډېر زوړ شوی و ، په "خپل مرګ" مړ شو.

د کابل ژوبڼ امر عزیز ګل ثاقب ویلي چې د ژوبڼ علاقمندان زیات دي او په رخصتیو کې حتی د ورځې ۷۰۰۰ سیلانیان ورځي.

د کابل په ژوبڼ کې اوس لږترلږه سل ډوله ژوي ساتل کېږي.

دې ژوبڼ هېڅ کله تر دوو زمریانو زیات نه درلودل.

XS
SM
MD
LG