د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د متحدو ایالاتو او چین ولسمشران ډونالد ټرمپ او شې جېن پینګ نن بیا سره ګوري.

ولسمشر شې امریکا ته په دوه ورځني رسمي سفر کې، پرون د فلوریدا ایالت په پام بیچ سیمه کې له ولسمشر ټرمپ سره وکتل.

د دواړو مشرانو پرونۍ کتنه د سوريې پر یوه هوايي اډه د امریکا له لوري د مزائیلو د حملې د اعلان له امله لنډه شوه خو دواړه به نن بیا سره وګوري.

چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دایمي غړو دی چې د پرېکړو د ویتو حق لري.

چین په مکرر ډول ویلي چې په سوریه کې بحران سیاسي حل غواړي.

ویل کېږي چې د شمالي کوریا وضعیت د ولسمشرانو ټرمپ او شې په خبروکې لومړیتوب لري.

ډونالد ټرمپ ویلي، که شې پر شمالي کوریا فشار زیات نه کړي، واشنګټن به یې پر ضد په یوازیتوب اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG