د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

روسیې امریکا سره د الوتنو د تنظیم تړون لغوه کړ


پر سوریې د امریکا د توغندیو د حملې په اړه روسیې او ایران تند غبرګون ښودلی.

د امریکا پوځ نن د سوریې پر ملکي وګړو د هغې کیمیاوي حملې په ځواب کې چې ویل کېږي د بشاراسد رژیم کړې ده د دې هېواد د هوايي ځواکونو پر یوه اډه د لسګونه توغندیو برید وکړ.

روسیې په سوریه کې د امریکا د توغندیو د حملې په وړاندې په غبرګون کې له متحدو ایالاتو سره هغه قرارداد فسخ کړی چې هدف یې د منځني ختیځ په هوا کې د هوايي پېښو مخنیوی او د الوتنو تنظیم دی.

د امریکا پوځ په سوریه کې پر ملکي وګړو د کیمیاوي وسلو د برید په ځواب کې نن سهار وختي د سوریې د هوايي ځواکونو پر اډه د لسګونه کروز توغندیو حمله وکړه.

امریکا د مدیترانې په سمندر کې له خپلو جنګي بېړیو پر سوريې حمله وکړه.

روسیې همداراز د سوریې د روان وضعیت په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا نن په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې خبرداری ورکړ چې پر سوریې د امریکا پوځي حمله به وضعیت نور هم کړکېچن کړي.

زاخارووا: د امریکا حمله وضعیت نور هم کړکېچن کړي.
زاخارووا: د امریکا حمله وضعیت نور هم کړکېچن کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"تېره شپه متحدایالاتو په ادلیب ولایت کې د کیمیاوي وسلو له برید وروسته د رامنځ ته شوي حالت په پلمه د سوریې پر وسله والو ځواکونو برید وکړ، امریکا د حقایقو له موندلو پرته د خپل ځواک ننداره وړاندې کړه، دا د هغه هېواد پرضد پوځ اقدام و چې د نړیوال ترورېزم پرضد جګړه کوي، دا لومړی ځل نه دی چې امریکا د بې پروایۍ چلند کوي، دا چلند به د نړۍ اوسنۍ ستونزې زیاتې او نړیوال امنیت ته ګواښ پېښ کړي."

له دې مخکې کرملېن په یو بیان کې ویلي و چې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سوریه کې د امریکا حمله پر یوه خپلواک هېواد تېری او له نړیوالو قوانینو سرغړونه ګڼي.

سوریه وايي، په دې برید کې یې شپږ سرتېري وژل شوي او د دې هېواد په لوېدیځ کې هغې هوايي اډې ته چې پنټاګون وايي له هغه ځایه په ادلیب ښار کې پر ملکي وګړو د کیمیاوي وسلو برید شوی سخت مالي زیانونه اوښتي دي.

د سوریې هغه پوځي اډه چې امریکا ورباندې نن سهار وختي راکټي حمله کړې.
د سوریې هغه پوځي اډه چې امریکا ورباندې نن سهار وختي راکټي حمله کړې.

روسیه او ایران د سوریې اصلي متحد هېوادونه دي.

ایران هم دا حمله غندلې ده.

ایسنا خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بهرام قاسمي له قوله لیکلي چې پر سوریې د امریکا له لوري د توغندیو حمله ورانوونکې او خطرناکه وه.

ایسنا د ښاغلي قاسمي له قوله لیکي چې وايي تهران دا یو اړخیز اقدام په کلکه غندي او په دې باور دی چې دا کار به په سوریه کې تروریستان نورهم پیاوړي او وضعیت به نورهم پېچلی کړي.

نننۍ حمله په وروستیو شپږو کلونو کې چې د سوریې جګړه پیل شوې د ولسمشر بشاراسد د حکومت په وړاندې د امریکا لومړی مستقیم غبرګون او همداراز د امریکا د ولسمشر په توګه د کار له پیل وروسته د ډونالد ټرمپ لومړی پوځي حکم دی.

ټرمپ: نن شپه ما د سوریې پر هغه هوايي اډې د برید امر ورکړ.
ټرمپ: نن شپه ما د سوریې پر هغه هوايي اډې د برید امر ورکړ.

ښاغلي ټرمپ له نننۍ حملې وروسته په یوه ټلوېزیوني وینا کې د خپل اقدام علت

بیان کړ:

"نن شپه ما د سوریې پر هغه هوايي اډې د برید امر ورکړ چې د کیمیاوي وسلو برید ترې شوی و، د امریکا د ملي ګټو لپاره لازمه ده چې د مرګونو کیمیاوي وسلو د کارولو او خپراوي مخه ونیول شي، په دې کې هېڅ شک نشته چې سوریه له ممنوع کیمیاوي وسلو کار اخلي او له دې سره د کیمیاوي وسلو د کنوانسیون په وړاندې خپل مسؤلیتونه تر پښو لاندې کوي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غوښتنې له پامه غورځوي."

له دې حملې مخکې روسي ډیپلوماتانو امریکا ته د هر راز مشکوک اقدام په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې و چې امریکا باید د خپل هر منفي اقدام مسؤلیت په غاړه واخلي.

خو پنټاګون وايي چې روسیې ته یې د دې حملې په اړه له مخکې خبر ورکړی و.

ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پرمهال د منځني ختیځ په کړکېچ کې د امریکا د ښکېل کېدو پرضد ویناوې کولې خو د اپریل په ۴مه د سوریې په خان شیخون ښارګوټي کې په یوه حمله کې چې ویل کېږي د کیمیاوي ګاز په وسیله شوې د ۸۶ کسانو له وژل کېدو وروسته د ټرمپ په دریځ کې ناڅاپي بدلون راغی.

له دې حملې وروسته ده وویل چې د وژل شویو ماشومانو د تصویرونو په لیدو سخت خواشینی شوی او دا یې له ټولو معیارونو سرغړونه وبلله.

XS
SM
MD
LG