د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

د ارزګان اوسېدونکي: دولت دې د طالب په نوم ملکیان نه ځوروي


د ارزګان ګڼ شمېر اوسېدونکي وايي، دولت دې د طالب او ملکي خلکو ترمنځ توپیر وکړي.

دغه خبرې نن د جمعې په ورځ په ارزګان مرکز ترینکوټ کې د مرکز ترینکوټ او ولسوالېو څخه راغلو قومي مشرانو په دې موخه جوړه شوې غونډه کې وکړې او له دولت څخه وغوښتل چې د ملکې خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

د یاد ولایت قومي مشران وايي، دولت ورباندې د شپې تېر ځای درولی او نور له خپله ژونده ستړي شوي دي.

دوی وايي، په دې وروستیو کې د طالب په نوم د بهرنیو ځواکونو شپنیو چاپو او د افغان هوايي ځواک او توپچي بریدنو پرمهال ملکي کسان سخت زیانمن کړي او مرګ ژوبله ورته اړولې ده.

یو شمېر قومي مشرانو داسې وویل:

​"زما په کور کې د هاوان مرمۍ ولګېده چې څلور مږندي يې راټپيانې کړې، یوه مې لمسۍ وه، دغه مرمۍ د ملې اردو وه، تاسې راته وواياست چې زه پر کومه ولاړشمه، زموږ په سیمه کې خو نه طالبان شتون لري او نه هم بله ترهګره ډله."

​"زما په کور باندې بهرنیو ځواکونو د شپې چاپه ووهله یو د یونیم سلو کالونو پلار يې راته مړی کړی او ځلور يې وروڼه را مړه کړه او د لوڼو لاسونه يې راته ماته کړه، ولې زموږ سره داسې کېږي. "

دا په سې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره په دغه ولایت کې له تېري اوونۍ څخه تر دامهال څه باندې ۲۰ ملکي کسانو ته دولت له خوا څخه مرګه ژوبله اوښتې ده چې نیمايي ښځې او ماشومان دي.

په ورته وخت کې د ارزګان امنیتي مسؤلین په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

خو د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري دا مني چې ګڼې په دغه ولایت کې به ملکي تلفات رامنځ ته شوي وي خو وايي، هڅه کوي د ملکي تلفاتو مخه ونیسي او په خبره يې چې د دې لامل وسله وال طالبان دي چې د ملکي خلکو کورونه د سنګر په توګه کاروي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"د دفاع وزارت پالیسي داده چې باید په هېڅ صورت کې ملکي کسانوته مرګه ژوبله وانه وړي، زموږ هدف و دغه ملکي کسانو ته دښه ژوند برابرول دي نه هغوی ته تاوان رسول.​"

له دې ټول سره سره د نظامي چارو کارپوهان وايي، افغان امنیتي ځواکو باید خپل استخپاراتي معلومات دقیق کړي ترڅو د ملکي تلفاتو مخ ونيول شي.

د پوځي چارو کاپوه عتیق الله امرخېل ازادي راډيو ته وویل:

"که چېري دولت غواړي چې په سیمه کې پرمختګ وکړي ​نو د ملکي کسانو خیال دي وساتي او د هغوی زړ ونه دي خپل کړي."

دیادونې وړ ده چې له تېرو څه باندې اوو میاشتو راهیسې په دې وروستیو جګړو کې د مسؤلینو په خبره په دغه ولایت کې سلګونه ملکي کسانو ته د افغان هوايي ځواک، توپچي بریدونو او ښخ کړل شویو مایونونو له کبله مرګ ژوبه اوښتې ده.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG