د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

"ځوان غبرګون": ملي شورا افغانانو ته د سرطان په ناروغي اوښتې


د "افغانستان ځوان غبرګون" په نامه مدني ټولنه، د افغانستان اوسنۍ ملي شورا د هېواد لپاره سرطان ناروغي یادوي وايي چې د کار دوام‌يې نور د افغان حکومت، خلکو او هېواد لپاره ګټه نه‎لري.

د دغې ټولنې غړو د پنجشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د خلکو او دولتي ځمکو غاصبین، د اداري فساد، ناامنیو او بې‌ثباتیو ځیني لوی عاملین په ملي شورا کې د خلکو د استازو په توګه موجود دي او خپلو دغو غیرقانوني کارونو ته لا دوام ورکوي.

دوی پر حکومت غږ وکړ چې ژر تر ژره دې د ملي شورا انتخاباتو ته تیاریانې بشپړې، انتخابات دې ترسره او یوه نوې معیاري ملي شورا دې رامنځته کړي.

د افغانستان د ځوان غبرګون ټولنې مرستیال محمد ایمل لودي وویل:

"پارلمان د افغان ولس لپاره د سرطان دانه ګرځېدلې. د هرې بدبختۍ نښه که راواخلئ، له پارلمانه راپورته کېږي. افغان ولس نور د دوی بار په خپلو اوږو نه‎شي وړلای، له حکومته مو غوښتنه دا ده هر څومره ژر چې کېدای شي، د ولسي جرګې انتخابات دې وکړي او نوی پارلمان چې د ملت رښتیني استازي ورته راشي جوړ کړي. ولس مو بیداره شوی او خدمتکاران پېژني."

دوی وویل، پارلمان د هېواد د مقننه قوې په توګه په خپله پنځه کلنه دوره کې د ملت لپاره هېڅ نه‎دي کړي بلکې د خپلو شخصي، د بهرنیو هېوادونو او ځینو کړیو د ګټو لپاره‌یې کار کړی دی.

د یادې ټولنې مسؤلینو دا هم وویل چې د ملي شورا قانوني دوره دوه کاله مخکې پای ته رسېدلې او له هغې وروسته‌یې د کار دوام غیر قانوني دی.

دا لومړی ځل نه‎دی چې د ملي شورا پر کارونو انتقادونه کېږي بلکې پخوا تر دې هم ځینو ټولنو او کړیو، د ملي شورا د کار دوام د هېواد په زیان بللی دی.

مشرانو جرګې هم د سې شنبې په ورځ د انتصابي سناتورانو د کار دوام غیر قانوني ګڼلی دی.

بل‎خوا د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د افغانستان ولسي جرګې د خپل کار په موده کې قوانین تصویب کړي او د حکومت اجرأت‌يې څارلي دي او د یادې مدني ټولنې دغه ډول څرګندونې پرته له دې چې د خلکو ذهنونه ګډوډ کړي، نور څه نه‎دي.

د ولسي جرګې لومړي منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دوی کوم سند نه‎لري، یوازې د نظام د کمزورتیا لپاره کار کوي. د بیان ازادي او ډموکراسي دا مفهموم نه‎لري چې سیاسیونو پسې هر څه وویل شي او که دوی پر کوم وکیل یا چارواکي سند ولري، عدلي او قضايي ارګانونو ته دې لاړ شي. مطبوعاتو کې دا ډول خبرې کول د مملکت په ګټه نه‎دي او د عزت خبره‌یې ده."

د افغانستان مشرانو جرګې ډېر ځلې ویلي چې دغې جرګې خپل کارونه په سمه توګه پر مخ بیولي او دوام به ورکړي.

په ورته وخت کې د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه یوې خبري غونډې ته وویل، ملي شورا د هېواد د مقننه قوې په توګه د دولت له مهمو ارګانونو څخه ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG