د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

کابل د ټرمپ پام د افغانستان د لیتیم په ګډون نورو طبیعي زېرمو ته اړوي


د افغانستان حکومت غواړي د ولسمشر ډونالد ټرمپ پاملرنه د لیتیم په ګډون د افغانستان پراخو طبیعي زېرمو ته واړوي.

په وچه کې پروت افغانستان د مس، اوسپنې، قیمتي فلزاتو-کرومات، سیماب او جست، همداراز د یاقوتو او زمردو په څېر د قیمتي ډبرو او د سرو او سپینو زرو زېرمې لري چې ارزښت‌یې د یو او درې تریلیون ډالرو تر منځ اټکل شوی خو په دې ټولو کې زیات ارزښت لیتیم لري.

د دې کانونو ایستل د ناامنۍ له کبله ښايي ستونزمن کار وي خو کابل هیله لري چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان د کانونو په سکټور کې پانګونو ته وهڅوي.

اسوشیټېډ پرېس د عامه تأسیساتو، بشري ظرفیتونو او ټکنالوژۍ چارو کې د ولسمشر غني د سلاکار همایون قیومي له قوله لیکي چې وايي، د افغانستان څو محدودو کانونو کې کار شوی نو ځکه د نوموړي په وینا دا هېواد په ځانګړي ډول د کانونو برخه کې د امریکايي کمپنیو د پانګونو لپاره ډېر مناسب دی.

د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ پالېسي تر اوسه نامعلومه ده خو قیومي وايي، افغانستان د لیتیم په څېر بېلابېل ستراتیژیک او مهم کانونه لري او کابل د کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د امریکايي شرکتونو پانګونو ته لېوال دی.

د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ پالېسي تر اوسه نامعلومه ده
د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ پالېسي تر اوسه نامعلومه ده

لیتیم هغه کیمیاوي عنصر دی چې د موبایل ټیلیفونونو او لپټاپ کمپیوټرونو د بټریو په جوړولو کې کار ترې اخیستل کېږي او په افغانستان کې یې لویې زېرمې شته.

ویل کېږي د افغانستان د لیتیم کانونه ډېری په غزني، هرات او نیمروز ولایتونو کې دي.

غزني تر ډېره د افراطي وسله‎والو ډلو له ګواښ سره مخامخ دی خو په هرات او نیمروز کې هم وسله‎وال مخالفین فعال دي.

ولسمشر غني په تېر ډیسمبر کې له ولسمشر ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان د طبیعي زیرمو په اړه بحث وکړ.

قیومي وايي چې د ټرمپ ادارې په دې برخه کې لېوالتیا ښودلې ده.

د ټرمپ له لوړې وروسته په تېره فبروري کې دواړو ولسمشرانو د امنیت په اړه خبرې سره وکړې.

ناامني او فساد د افغانستان دوه خورا لویې ستونزې دي ځکه په ډېرو سیمو کې یا وسله‎وال مخالفین او یا خپل‌سري وسله‎وال واکمن دي چې پر کانونو هم ولکه لري.

د سپينې ماڼۍ یو چارواکی وايي امریکا د کانونو د ایستلو په ګډون د اقتصادي پرمختګ هڅې د افغانستان د ثبات لپاره مهمې ګڼي.

دا چارواکی چې نه‌غواړي د اسوشیټېد پرېس په راپور کې یې نوم‌یې یاد شي زیاتوي چې امریکا به د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره د اصلاحاتو برخه کې له افغان پانګه‎والو او چارواکو سره په ګډه کار وکړي څو افغانستان له اقتصادي پلوه پرمخ ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG