د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه په دې باور ده چې دغه هېواد د کمزوري مالي او معیاري محاسبوي سیسټم د نهشتون له امله ګڼ اقتصادي فرصتونه له لاسه ورکړي دي.
د یادې خونې د عامل پلاوي مشر عتیقالله نصرت وايي، د کمزوري سیسټم تر څنګ د وړو کدرونو نهشتون هغه خنډونه دي چې ان د افغانستان او خصوصي سکټور د ودې مخنیوی یې کړی دی.
نوموړی وايي:
"زموږ د اقتصادي ودې پر وړاندې لا هم د حساب ورکونې او مالي کمزوري سیسټم په څېر خنډونه پراته دي او له بده مرغه دا په افغانستان کې ستره ستونزه پاتې شوې د معیاري حساب د نهشتون تر څنګ د ماهرو، متخصصو او حرفوي کارکوونکو نهشتون بله هغه ستونزه ده چې زموږ د اقتصادي ودې مخهیې نیولې ده."
ښاغلي نصرت دا خبرې افغانستان کې د حساب ورکونې لومړنۍ تخصصي غونډې ته وکړې چې د یادې څانګې د لسګونه فارغینو او کارکوونکو لهخوا د پنجشنبې په ورځ کابل کې جوړه شوې وه.
د لازمو کارکوونکو د نهشتون او کمزوري سیسټم په اړه دا انتقادونه داسې مهال کېږي چې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې هر کال له زرو ډېر کسان یوازې د کابل د «اداره او حسابدارۍ» له انسټیټیوټه فارغېږي.
خو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په باور دا چې دې برخه کې درسي سیسټم معیاري او د وخت د اړتیا سره سم عیار نهدی ستونزې نهدي کابو شوي.
د افغانستان د مالیې وزارت هم ورته ستونزې تائیدوي خو وايي چې د یادې تشې د ډکېدو په هدفیې هڅې روانې کړې دي.
د یاد وزارت مرستیال مصطفی مستور وايي، د کابینې څخه د محاسبې قانون پاس شوی چې پر معیاریتوب او مسلکیتوب ټينګار کوي.
نوموړی وايي:
"دولتي ادارو ان په مالیې وزارت او بانکونو کې غیر مسلکیتوب یوه ستره ستونزه ده، له همدې امله د مالیې وزارت له بهرنیو همکارانو سره پروګرامونه پیل کړل، همدا اوس مو ۱۳۰۰ کسانو ته د محاسبې برخه کې بهرني بورسونه تنظیم کړي چې انشاءالله د دغو کسانو فارغېدل او راتګ به د افغانستان لپاره یوه ستره هیلهمندي وي."
د ښاغلي مستور په باور د ماليې او حساب ورکونې برخو ته کمه پاملرنه د دې لامل شوې چې بېلابېلې ادارې لاهم دې برخه کې د بهرنیو سلاکارانو مشورو ته کېني.
له دې وړاندې د بهرنیو سلاکارانو لوړو معاشونو او پر ځای یې د افغان کدرونو د استخدام موضوع تل په تاوده بحث بدله شوې او د ملي شورا ځينو غړو هم په دې برخه کې د افغان حکومت په پاملرنې او افغان ځوانانو ته پر کارموندنې ټينګار کړی دی.
راپور: یوسف خان ځدراڼ