د لاسرسي لېنکونه

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وویل، روسیې او ازبکستان د ۱۲ میلیارده ډالرو په ارزښت د پانګونې تړونونه لاسلیک کړل.

میرضیایف د مسکو د دوه ورځني سفر په لومړۍ ورځ پرون وویل چې د پانګونې په برخه کې یې د ۱۲ میلیارده ډالرو او د سوداګرۍ برخه کې یې د درې اعشاریه اته میلیارده ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، دواړو لورو موافقه وکړه چې په صنعتي برخه کې همکارۍ پراخې کړي.

پوتین زیاته کړه چې موافقه وشوه چې روسیه به له ازبکستانه څه باندې پنځه میلیارده متر مکعب طبیعي ګاز واخلي.

وروسته تر دې چې په سپټمبر کې میرضیایف د ازبکستان ولسمشر وټاکل شو دا روسیې ته د ده لومړی رسمي سفر دی.

XS
SM
MD
LG