راشد خان لومړی افغان دی چې پرون د هند پر پریمرلیګ کرکټ لوبو کې ولوبېده.
افغان باولر راشد خان د حیدراباد د سنرایزرس لوبډلې له لوري په خپله لومړۍ لوبه کې په ټاکلو څلور اورونو کې د رایل چلنجرز بنګلور د لوبډلې دوه کسان وسوځول.
دا لوبه د حیدراباد سنرایزرس لوبډلې د ۳۵ منډو په توپیر وګټله.
راشد خان د نړۍ یو له هغو باولرانو څخه دی چې په شل اوره لوبو کې یې ډېر کسان سوځولي دي.
ده تر اوسه په ۲۵ شل اوره لوبو کې ۴۲ ویکټې اخیستې دي.