د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

چارواکي: ممکن د حزب اسلامي اړوند ځیني کسان د نظام پر ضد وي


د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب‎اسلامي تر منځ د سولې توافق نه‌یوازې د افغانانو بلکې په نړیواله سطح دا هیلې راژوندۍ کړي چې دا توافق به د افغانستان سوله ډاډمنه کړي، خو په دې وروستیو کې دولتي چارواکو د هغه احتمال په اړه اندېښنه ښودلې چې ښایي د دې ګوند ځیني غړي اوس هم د حکومت پر ضد جګړې کې ښکېل وي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې دا اندېښنې وروسته له هغه راپورته شوي چې لغمان کې د ځایي معلوماتو پر اساس یو شمېر کسان چې د حزب‎اسلامي پخواني مشران دي او یا د هغوی زامن دي، لا هم د طالبانو تر څنګ ولاړ دي او د اوسني نظام پر وړاندې جنګېږي.

ښاغلي ځواک وویل، د لغمان والي دا اندېښنې د حزب‎اسلامي له استازو سره شریکې کړې دي.

نوموړی وايي:

"کوم معلومات چې د سیمې څخه موږ لرو د هغو پر اساس ځیني کسان چې د حزب‎اسلامي سره پخوانۍ سابقه درلوده او یا د هغوی اولادونه لا هم د مخالفینو په لیکو کې د نظام پر وړاندې جنګېږي. البته دا د سیمې معلومات دي. په دې برخه کې د والي غوښتنه د حزب‎اسلامي له هغه پلاوي څخه چې لغمان ته ورغلی وو، دا وه چې دوی باید د لغمان په سطح د دغو افرادو په اړه پلټنه وکړي چې اوس هم له حزب‎اسلامي سره تړاو لري که نه؟"

د ښاغلي ځواک په خبره د لغمان والي د حزب‎اسلامي له ورغلي پلاوي څخه غوښتي که دغه افراد په دې ګوند پورې تړاو لري نو باید د شوي توافق له مخې سولې ته راوبلل شي او وسله پر ځمکه کېږدي.

لغمان هغه ولایت دی چې یو وخت د حزب‎اسلامي یو عمده مرکز وو او اوس هم د دې ګوند نفوذ په‎کې ډېر ښودل کېږي.

د دې ګوند او افغان حکومت تر منځ د سولې د توافق شااوخوا شپږ میاشتې کېږي.

د دې تړون له مخې پر دې ګوند له نړیوالو بندیزونو د لیرې کېدو تر څنګ دا هم شامل دي چې د دې ګوند بندیان باید خوشې شي او په بدل کې به د حزب‎اسلامي غړي وسله پر ځمکه ږدي او د سولې له بهیر سره به یوځای کېږي.

بل‎خوا د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دې ګوند غړي د همدې توافق راوروسته نور له حکومتي ځواکونو سره نه‌جنګېږي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"زه هم په همدې عقیده یم چې حزب‎اسلامي زموږ سره د سولې تړون لاسلیک کړی. هغو خپلو کسانو ته هدایت کړی چې نه‌جګړه وکړي او نه له طالبانو سره مرسته وکړي. څوک چې جنګېږي هغوی د حزب‎اسلامي نه‎دي. هغوی به د طالبانو یا نورو ترورېستي ډلو افراد وي، که دولت هغوی له‎منځه وړي یا یې ځپي او نیسي یې هغه بیا د حزب‎اسلامي نه‎دي."

کابل کې د حزب‎اسلامي مشر مرکچي امین کریم وړاندې رسنیو ته ویلي چې د یاد توافق تر لاسلیک وروسته د دې ګوند غړو د ده په وینا یوه مرمۍ هم نه‎ده ویشتلې.

که څه هم د ملګرو ملتونو سازمان د تحریمونو له لېسته د ګلبدین حکمتیار نوم لیرې کړ، خو د افغانستان د ولسمشر دفتر سرپرست ویاند شاه‌حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ کابل کې وویل چې تر شااوخوا یوې اوونۍ پورې به د دې ګوند یوه ډله بندیان خوشې شي.

امین کریم وایي، د دې توافق د ټولو موادو له عملي کېدو سره به په‎خپله ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي.

XS
SM
MD
LG