په کندز کې د پولیسو لهخوا د یو شمېر سیمهییزو پولیسو د قتلونو عامل نیول شوی دی.
د کندز د امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي چې دوی دې ولایت کې د حقاني شبکې یو تن مهم قوماندان امامالدین مشهور په بلال چې د یو شمېر سیمهییزو پولیسو د قتلونو اصلي عامل دی نیولی دی.
د کندز امنيه قوماندان جنرال عبدالحمید حميدي تېره ورځ له غرمې وروسته رسنیو ته وویل چې دغه نیول شوی کس تېر کال او په روان کال کې د دې ولایت په کچه د پولیسو اړوند په درې امنیتي پوستو د نفوذي اشخاصو په مرسته برېد کړی و چې په پایله کې یې څه باندې ۱۷ تنه د پولیسو اړوند سرتېري پهکې وژلي وو.
د امنيه قوماندان په وینا چې دغه نیول شوی طالب قوماندان د پولیسو په لومړنیو پلټونو کې په خپل جرم اعتراف کړی دی.
نوموړی وايي:
"د امنيه قوماندانۍ له ترورېزم سره د مبارزې مدیریت منسوبین وتوانېدل چې د قزاقو د کوڅې د سیمهییزو پولیسو د قتل عامل ونیسي او دغه نیول شوی کس په دوه نورو ورته پېښو کې هم لاس لري چې له کبلهیې د ذاخېلو سیمه کې هم سیمهییز پولیس ووژل شول. همدارنګهيې د خاناباد ولسوالۍ د ملا غلام سیمه کې هم ولسي پاڅونکوونکي وژلي وو او دغه کس چهاردرې ولسوالۍ کې د دولت پر ضد فعالیت کاوه او د حقاني شبکې قوماندان دی."
په ورته وخت کې د حقاني شبکې پورې اړوند دغه نیول شوی قوماندان د کندز پولیسو ته ویلي چې د سیمهییزو پولیسو په دوه پوستو کې او د ولسي پاڅونکوونکو په یوې پوسته کې یو زیات شمېر سرتېرې وژلي دي.
ده ویلي:
"موږ د محمداګل پوسته د قزاقو کوڅې کې ونیوله او هلته مو ۹ تنه سیمهیيز پولیس ووژل او یو تن ټپي شو او د ذاخېلو پوسته مو هم ونیوله هلته درې پولیس ټپیان شول او پاتې یې ووژل شول همدارنګه موږ د خاناباد ولسوالۍ کې په ملا غلام سیمه کې هم پر پوستې بريد کړی و هلته هم سرتېري ووژل شول او وسلې مو غنیمت کړې."
په همدې حال کې د کندز ولایتي شورا په دې ولایت کې د پولیسو په ليکو کې د طالبانو د نفوذي اشخاصو د موجودیت په اړه اندېښنه ښيي او د امنیتي ارګانونو له چارواکو غواړي چې د طالبانو نفوذي افراد په ګوته کړي او د امنیتي ارګانونو له لیکو څخهیې وباسي.
خو د کندز امنيه قوماندان د پولیسو په لېکو کې د وسلهوالو طالبانو نفوذ ردوي وايي چې د دوی کشفي او استخباراتي ارګانونو په دې اړه خپلې هڅې پیل کړي، څو د پولیسو په لیکو کې د طالبانو نفوذي اشخاص ونیسي او د قانونو منګلولو تهیې وسپاري.
تر اوسه پورې وسلهوالو طالبانو د حقاني شبکې د دغه نیول شوي قوماندان په اړه څه نهدي ویلي.
راپور: اجمل ارین