د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

م.م: ۵۰ تر ۶۰ کلونو ته اړتیا ده څو سوریه او عراق له ماینونو پاک شي


د ملګرو ملتونو د ماین ضد خدماتو ادارې مشره اګنس مارکیلو "Agnes Marcaillou" وایي، له ۵۰ تر ۶۰ کلونو وخت ته اړتیا ده څو عراق او سوریه له ځای پر ځای شویو ماینونو او چاودېدونو موادو څخه پاک شي.

مارکیلو د ماین پاکولو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې خبري غونډه کې وویل:

"لسګونه کلونو کار غواړي څو دغه هېوادونه تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا په څېر ښکاره شي چې لا تر اوسه هم هلته په ځینو برخو کې ناچاودېدلي مهمات موندل کېږي."

د ملګرو ملتونو د ماین ضد خدماتو ادارې مشرې د اټکل له مخې له هغو سیمو څخه چې عراق کې د اسلامي دولت ډلې څخه نیول شوي د ماینونو، مهماتو او چاودېدونکو موادو د پاکولو لپاره په کال کې شااوخوا ۱۸۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

د دې په وینا یوازې د عراق موصل ښار کې د ماینونو پاکولو چارې په کال کې شااوخوا ۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

له‎دې څرګندونو سره هم‎مهاله داسې راپورونه خپاره شول چې د سوریې په ادلیب ښار کې د احتمالي کیمیاوي وسلې په برید کې ۷۲ کسان ووژل شول چې تر ډېره ملکي وګړي دي.

عراقي ځواکونو د امریکا په مشرۍ ائتلاف په ملاتړ له میاشتو راهیسې د اسلامي دولت ډلې څخه د عراق د موصل ښار د بېرته نیولو په عملیاتو بوخت دي.

د عراق پوځ په جنورۍ کې اعلان وکړ چې د موصل ختیځه برخه په بشپړ ډول له داعش وسله‎والو تصفیه شوې او اوس د لوېدیځو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات روان دي.

اګنس مارکیلو وایي، د سوریې او عراق خوندي کول په لویه سطح او ډېرو هلو ځلو ته اړتیا لري او دا کار ممکن بولي.

د دې په خبره هر څومره ډېرې مالي سرچینې چې برابرې شي په هماغه اندازه به د ماین پاکولو ډېرې ډلې استخدام شي او عراقي پوځ به د ماینونو د خنثی کولو روزنه وویني.

د ملګرو ملتونو د ماین پر ضد خدماتو د ادارې په باور تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې د عراق او سوریې حکومتونو ته اختیارات او صلاحیتونه ورکړل شي څو خپلې ستونزې په‎خپله حل کړي.

دا هغه کار دی چې د دغې ادارې د مشرې په خبره جرمني، فرانسې او بریتانیا د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ترسره کړ.

XS
SM
MD
LG