د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

صیاد: د انتخاباتو نېټه د ټکنالوژۍ کارونې کمېټې له څېړنو وروسته اعلانېږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، انتخاباتو کې د ټکنالوژۍ د کارونې کمېټې اروزنه به د ټکنالوژۍ عملي کولو ته لار هواره کړي.

د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند ګلا جان بدیع صیاد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې انتخاباتو کې د ټکنالوژۍ د کارونې کمېټې له ارزونو وروسته به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو دقیقه نېټه اعلان شي.

د انتخاباتو کمېسیون کمېشنر او ویاند ګلاجان بدیع صیاد
د انتخاباتو کمېسیون کمېشنر او ویاند ګلاجان بدیع صیاد

نوموړی وايي:

"کمېټه جوړه شوې او درې غړي لري چې یو غړی یې افغان او دوه نور یې بهرنیان دي، کمېټې له پرون راهیسې څېړنې پیل کړي څو وګوري چې افغانستان کې د بایومټریک سیسټم سره د انتخاباتو ترسره کول څومره ګټې لري او څنګه عملي کېدای شي."

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې له نوي ټکنالوژۍ د استفادې پرېکړه شااوخوا شل ورځې وړاندې د ولسمشر غني او د انتخاباتي کمېسیونونو د مشرانو تر منځ په کتنه کې وشوه.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د «سمارټ میتیک» په نامه له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره په دې اړه بحثونه پیل کړل خو د دغه کمېسیون ویاند وايي چې د تخنیکي کمېټې له ارزونې وروسته به دې برخه کې وروستۍ پرېکړه وشي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۴ کال میزان میاشت کې ترسره شوي وی خو د بېلابېلو لاملونو له کبله چې مهم هغه‌یې ناامني او ټکني انتخاباتي اصلاحت دي دغه لړۍ تر اوسه ځنډېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د همدې اوونۍ پیل کې د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار بیا ویلي و چې په بل امتیازي تقنیني کال کې د ملي شورا پاتې کېدل د شرم وړ خبره ده.

د انتخاباتي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې انتخاباتو کې د ټکنالوژۍ استفاده تر یو بریده تخنیکي ستونزې هوارولای شي خو دې برخه کې د ناامنۍ تر څنګ یو شمېر نورې لویې ستونزې د اندېښنې وړ دي.

د انتخاباتي چارو کارپوه یوسف رشید وايي:

"انتخاباتو کې د ټکنالوژۍ په استفادې کېدای شي چې تر یو بریده تخنیکي او اداري ستونزې حل شي خو چاپېریالي ستونزې په هر حالت کې د اندېښنې وړ دي. عامه پوهاوی افغانستان کې د ظرفیت رامنځته کول، د منظم تدارکاتي سیستم رامنځته کول، ناامني او په لږ وخت کې دغو ټولو ستونزو ته رسېدنه د اندېښنې وړ مسایل دي."

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ټینګار کوي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې به هرو مرو له پرمختللې ټکنالوژۍ استفاده وشي خو یوسف رشید وايي، د وخت د محدویت په پام کې نیولو سره به دا ستونزمنه وي چې راتلونکو انتخاباتو کې دې په اغېزمنه توګه له ټکنالوژۍ استفاده وشي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG