د لاسرسي لېنکونه

تمه کېږي چې ولسمشر اشرف غني نن له استرالیا څخه اندونیزیا ته ورسېږي.

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي وايي، تر اندونیزیا وروسته ولسمشر اشرف غني سنګاپور ته ځي.

ښاغلي مرتضوي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل د ولسمشر په دې سفر کې به له اندونیزیا او سنګاپور سره څو تړونونه لاسلیک شي.

دی زیاتوي:

"دا هوکړه‎لیکونه د تجارتي همکاریو او د روزنې او لوړو زده‎کړو په برخو کې دي."

ښاغلي مرتضوي په دې اړه زیات جزئیات ورنه‎کړل.

ولسمشر غني تر دې مخکې د استرالیا پایتخت کانبرا کې له استرالیايي چارواکو سره لیدنې وکړې او د دوشنبې په ورځ‌یې د استرالیا له صدراعظم مالکوم ټرمبل سره په پراختیايي برخه کې د ۲۴۰ امریکايي میلیونه ډالرو په ارزښت یو هوکړه‎لیک لاسلیک کړ.

XS
SM
MD
LG