د لاسرسي لېنکونه

په استرالیا کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لیدنې کتنې پای ته رسېدلي او ټاکل شوې چې نن به نوموړی اندونیزیا ته ورسېږي.

اندونیزیا او سنګاپور ته د ولسمشر غني د سفر یو هدف افغانستان کې د پانګونې لپاره د دې هېواد د سوداګرو هڅول بلل شوي دي.

د ولسمشر غني د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، اندونیزیا او سنګاپور ته د ولسمشر غني د دې سفر په ترڅ کې افغانستان له دې هېوادونو سره څو هوکړه‎لیکونه لاسلیکوي چې تر ډېره د سوداګرۍ، روزنې او لوړو زده‎کړو په برخو کې دي.

د ولسمشر غني د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

د ولسمشر غني د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"په درې واړو سفرونو کې د ولسمشر اشرف غني او حکومت هڅه دا وه چې څنګه وکولای شي د افغانستان د پانګونې په بېلابېلو برخو لکه کرنې، کانونو، اوبو لګونې کې د دې هېوادونو له تجربو او امکاناتو استفاده وشي. په اندونیزیا او سنګاپور کې هم د ولسمشر د خبرو اترو یوه برخه له سوداګرو او پانګه‎والو سره ده چې هغوی افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي."

ولسمشر غني له استرالیا څخه اندونیزیا او ورپسې سنګاپور ته ځي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ استرالیا کې د دې هېواد له صدراعظم مالکوم ټرمبل سره د ۲۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پراختیايي چارو یو هوکړه‎لیک لاسلیک کړ.

استرالیا نه‌یوازې په پراختیايي او اقتصادي برخو کې افغانستان سره مرسته کوي بلکې نظامي برخه کې هم له افغانستان سره همکاري کوي.

د روېټرز خبري اژانس وايي، د استرالیا د دفاع وزیر د سې شنبې په ورځ له ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې وویل، هېواد یې غواړي چې روان میلادي کال کې افغانستان ته د چاودېدونکو موادو د موندلو او شنډولو ۳۴۰۰۰ وسایل ورکړي.

ارګ وايي، استرالیا همدارنګه ژمنه کړې د ناټو د قاطع مأموریت چوکاټ کې به تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د افغانستان د امنیتي ځواکونو تمویل او تجهیز ته هم دوام ورکړي.

ولسمشر غني د استرالیايي سرتېرو قربانۍ وستایلې.

ولسمشر غني د استرالیايي سرتېرو قربانۍ وستایلې.

ولسمشر غني د استرالیا دا پریکړه او په افغانستان کې د استرالیايي سرتېرو قربانۍ وستایلې.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د هغو کسانو په استازیتوب چې ژوند یې ژغورل شوی او د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې زموږ د ټولو سرتېرو په استازیتوب له تاسو څخه مننه کوم."

بل‎خوا د افغانستان دفاع وزارت د استرالیا له‎خوا د چاودېدونکو موادو د شنډولو د وسایلو مرسته ستایلې.

د دفاع وزرات ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، افغانستان کې موږ د ماین له جګړې سره مخ یو او د استرالیا له‎خوا د ماینونو دا معاصر شنډونکي وسایل په دې جګړه کې له موږ سره ډېره مرسته کوي.

د ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته دوه زره استرالیايي سرتېري افغانستان ته استول شوي وو چې تر ډېره ارزګان کې ځای پر ځای وو.

دا مهال د دوی ګڼ شمېر له افغانستانه وتلي او یوازې ۲۷۰ استرالیايي سرتېري د ناټو د قاطع مأموریت په لیکو کې موجود دي.

افغانستان کې په تېرو کلونو کې ۴۱ استرالیايي سرتېري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG