د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

تاجکستان کې افغان بندیان وايي د افغانستان محابسو ته دې ولیږدول شي


د تاجکستان د دوشنبې د ښار په لومړي محبس کې ځینې افغان بندیان وايي، دغه محبس کې د نامناسبه ځای، خوړو او روغتیايي خدماتو او د دوی دوسیو ته د نه رسیده ګۍ له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

دوی چې شمېر یې لسګونو ته رسېده، ازادي راډیو ته یې د ټیلیفون له لارې د دوشنبې په لومړي محبس کې د بندیتوب له ناوړه شرایطو شکایت وکړ او پر افغان حکومت یې غږ وکړ چې دوی دې د افغانستان محابسو ته ولېږدوي چې د بندیتوب پاتې موده د هېواد محابسو کې تېره کړي.

یوه بندي د نوم نه ښودو په شرط خپله ستونزه داسې بیان کړه:

"نهه کاله کېږي چې دلته بندي یم، د انتقال لپاره راسره ژمنې کوي. قرارداد لرو، موږ باید د هغې له مخې د افغانستان محبس ته انتقال کړي. نن سبا راته کوي، څوک له کورونو څخه خبر نه دي، ناروغان یو پر لاره ګرځیدلی نه شو. نه مو پلار لیدلی، نه مو ورور لیدلی، نه مو ښځه. خوراکه هم نه راپریږدي. هېڅوک موږ ته نه دي راغلي."

بل افغان بندي عبدالسلام داسې وویل:

"دلته د خوړو لپاره هېڅ نشته، دارو- درمل هم نشته، ټول په عصبي ناروغیو اخته شول، ځینې چې مړه شول، بې سرنوشته په تاجکستان کې خاورو ته وسپارل شول، موږ د قرارداد پلي کول غواړو چې افغانستان ته مو ولېږدوي او د بند پاتې موده په خپل هېواد کې پای ته ورسوو."

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې د افغانستان – تاجکستان ترمنځ د بندیانو د تبادلې لپاره په ۲۰۰۶ میلادي یو رسمي تفاهم لیک هم لاسلیک شوی چې له مخې يې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د تاجکستان له محبسه ۲۵۵ افغان بندیان د افغانستان محابسو ته لیږدول شوي دي.

د تاجکستان د دوشنبې ښار په لومړي محبس کې افغان بندیان دا هم وايي چې خپله ستونزه يې افغاني پلاوي ته چې تاجکستان ته راغلي وو، هم بیان کړې او سره له دې چې د دوې د ستونزو د هواري لپاره یې ژمنې کړي، خو عمل پرې نه دی شوی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې تفاهم لیک یو معتبر سند دی او له مخې یې له څو کلونو راهیسې د بندیانو تبادله روانه ده چې تر اوسه څو ډلې سره تبادله شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا کار یو ګډ کمېسیون په منظمه توګه ترسره کوي او د یوې مودې وروسته پر یوې ډلې کار کوي، د هویت د تثبیت پروسه یې بشپړیږي، رضایت یې اخیستل کېږي او کومه ډله چې انتقال ته په پام کې وي، هغه هېواد ته لېږدېږي او همدارنګه د تاجکستان اتباع تاجکستان ته لیږدول کېږي."

سربیره پردې د افغانستان د محابسو عمومي رئیس عبدالعلیم کوهستاني هم ازادي رادیو ته وویل، د دواړو هېوادونو ترمینځ د بندیانو د تبادلې لړۍ ځنډیدلې نه ده خو د ځینو قضیو څېړل لږ څه وخت غواړي.

افغان چارواکي دا هم وايي، افغانستان له ایران سره هم ورته تفاهم لیک لري چې په وروستیو څو کلونو کې د ایران له زندانونو څخه په سلګونو افغان بندیان د افغانستان محابسو ته لیږدول شوي دي.​

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG