د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

نړیوال بانک ویب پاڼې د افغانستان د کرنې پر برخې تبصره کړې


دیجیټل ژورنال ورځپاڼې د افغانستان په روانه جګړه کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي په اړه د هلمند وروستۍ پیښې ته پام اړولی او ليکي:

افغان او د ناټو چارواکي وایي، لښکرګاه ته نېژدې په یوه کور کې د نهو ملکي وګړو د وژل کیدو د ادعا په اړه څېړنه کوي.

ورځپاڼه د پیښې په اړه د هلمند د والي د ویاند له قوله لیکي چې ویلي یې دي، افغان او ائتلافي ځواکونو د شنبې په ورځ هغه وسلي او مهمات وچول چې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې یې له وسله والو طالبانو نیولي و.

چاودنې یو کور ویجاړ کړچې د شپږو ماشومانو په ګډون نهه اوسیدونکي یې ووژل.

د دیجیڼل ژورنال په لیکنه د ائتلافي ځواکونو یوه ویاند بیل سلوین وویل چې ائتلافي ځواکونو ته د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه رسېدلي او په دې اړه څېړنه کوي.

د ورځپاڼې په وینا له دې مخکې افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت هلمند کې په یوې بله پېښه کې هم د ملکي تلفاتو د ادعا په اړه د څېړنې ویلي و چې تر اوسه یې نتیجه نه ده معلومه.

د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکو ادعا کړې وه چې د امریکا په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دیجیټل ژورنال وړاندې افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت ته په اشاره لیکي:

په اوس وخت کې د امریکایې ځواکونو شمېر دې هېواد کې ۸۴۰۰ تنه دی او د دغه ماموریت مسؤل امریکایي جنرال د پنځو زره نورو سرتېرو غوښتنه کړې.

د ورځپاڼې په لیکنه که څه هم افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو محارب ماموریت د ۲۰۱۵ میلادي کال په جنوري کې پای ته رسېدلی خو داسې ښکاري چې د ټرمپ اداره لکه د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر په دغه هېواد کې پوځي حضور پراخوي.

نړیوال بانک په خپله ویب پاڼه کې په افغانستان کې د کرڼې د ودې برخه کې د اوبو لګولو د یوې پروژې یادونه کړې او لیکي:

د بلخ په خلم ولسوالۍ کې بزګر اوس کولای شي چې خپلې شاړې ځمکې په سمسورو هغو بدلې کړي.

د خپرونې په وینا د دغې پروژې ګټه ۱۴۰۰ کورنیو ته چې په کرڼې او باغداري پورې تړلې رسیږي او هم د بزګرو د عوایدو له زیاتوالي سره مرسته کوي.

دغه پروژه د اوبوخور د کانالونو د رغولو او پراختیا ورکولو د پروګرام یوه برخه ده چې هدف یې په مشخصو ځایونو کې کرڼې ته وده ورکول او د حاصلاتو زیاتوالی دی.

د محمد اشرف په نوم یوه بزګر دې خپرونې ته ویلي چې هر کال به دوی خپلو ځمکو ته د اوبو د ویالو پر ټینګولو له پنځو لکو زیاتې افغانۍ لګولې، له شږو ډکو بوجیوبه یې د ویالیو استنادي دیوالنه کلکول چې اوبه خپلو کروندو ته ورسوي خو اوس د دغه نوي کانال په جوړېدو سره نور له دغه لګښته خلاص شوي او ټول د هقانان خوښ او خوشحاله دي.

XS
SM
MD
LG