د اپرېل څلورمه د ماین پاکۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده، افغانستان لا هم د ماینونو د چاودنې تر ټولو لوی قرباني دی او هره ورځ له یو شمېر افغان ملکیانو او پوځیانو قرباني اخلي.
په افغانستان کې د ماین پاکۍ د یوې مؤسسې «اېم. ډي. سي» د معلوماتو له مخې د دغه هېواد پر شل سلنه خاوره لا هم ماینونه پاتې دي.
د ماینونو په چاودنه کې د دې تر څنګ چې ډېر یې وژلي یو زیات شمېر کسانیې مات ګوډ کړي هم دي.
د دغو ژوبلو شویو کسانو تر منځ د افغان پوځ سرتېري هم شامل دي چې د دندې پر مهال سخت ژوبل شوي پښه، لاس، سترګه او یا د بدن نور غړي یې له لاسه ورکړي دي.
عبدالله یو له دغو سرتېرو دی چې د ماین چاودنې یې د ژوند روان بهیر ورمات کړ.
عبدالله چې په خبرهیې یو وخت د وطن د دښمن په وړاندې د مبارزې سخته لېوالتیا درلوده د ماین په چاودنه کې دوه پښې او یو لاس پرې شوي دي.
دی د بامیان ولایت د لیرې پرتې ولسوالۍ ورث «ورس هم لیکل کېږي» اوسېدونکی دی او د هغې ترخې ورځ یاد تازه کوي چې دی یې مات ګوډ کړ او د کوټې کونج تهیې واچاوه.
نوموړي زیاته کړه:
"د وطن د دفاع او د سیمو د امنیت په خاطر مې د کندهار په ولایت کې دنده ترسره کوله، د ماین چاودنه راباندې وشوه او په نتیجه کې یې زما دوه پښې او یو لاس پرې شو، یوازې مې ښی لاس روغ دی او بس."
دا پېښه د ۱۳۹۱ کال په پسرلي کې وشوه او عبدالله چې اوس ۳۱ کاله لري په خبرهیې د نورو د اوږې بار کړ.
نوموړي زیاته کړه:
"انسان چې کله له لاس او پښې پاتې شي ډېره سخته ده، زه هم د یوه ماشوم په څېر شوی یم چې د نورو مرستو ته اړتیا لري او دا ډېره سخته تمامېږي."
دا یوازې عبدالله نهدی چې د ماین چاودنې یې ژوند ورتریخ کړ بلکې لسګونه نور داسې ځوانان هم شته چې په سختۍ ژوند مخته وړي.
۳۵ کلن فیض محمد چې اوس وخت بوټان ګنډي «مچي ګري» یو وخت د افغان پوځ سرتېری و خو د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې یې یوه پښه پرې شوه.
نوموړي زیاته کړه:
"اوس وخت مچي ګري کوم، پخوا سرتېری وم او د کندهار په میانشین کې مې دنده کوله، د ماین چاودنه راباندې وشوه، دا ماین په یوه قبر کې ځای پر ځای شوی و، یوه پښه مې پهکې پرې شوه."
فیض محمد هم نور له کله چې پښهیې د ماین په چاودنه کې پرې شوه د خوښۍ مخ نهدی لیدلی.
نوموړي زیاته کړه:
"ژوند مې اوس وخت سخت خرابه دی، کرایي کور کې ژوند کوم او کومې پیسې چې له موچي ګري ترلاسه کوم په سختۍ خپلو بچیانو ته پرې خواړه اخلم، ډېر پوروړی یم خو پخوا مې ژوند ښه و او په روغو پښو مې هر کار کولای شو."
که څه هم د دغو دوو افغان سرتېرو ژوند د ماین له چاودنو وروسته بشپړ بدل شوی دی او په نیم ځان ژوند مخته وړي خو له دې چې د خلکو د امنیت د تأمین په لاره کې معلول شوي غمجن نهدي.
بامیانی عبدالله چې تر اوسهیې واده نهدی کړی وايي خوښ دی چې د وطن د خدمت په لار کې یې قرباني ورکړې او فیض محمد بیا هیله ښيي چې زوی یې یوه ورځ د وطن سرتېری شي.
راپور: صفيالله ستانکزی