د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

احمدي: وسله‌والې ډلې او مافیا د نشه‌يي توکو قاچاق او لېږد کې لاس لري


د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو معینیت وایي، له ۳۰ څخه تر ۴۰ فیصده پورې د افغانستان د ختیځ او جنوب لوېدیځو ولایتونو د ناامنیو لامل د مخدره موادو په قاچاق او انتقال کې دی.

د یاد وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معین باز محمد احمدي د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې نړیوال همکاران باید د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په شان د یو لوی ګواښ په توګه جدي وګڼي چې په خبره‌یې تر اوسه‌ جدي نه‎ده ګڼل شوې.

د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معین باز محمد احمدي
د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معین باز محمد احمدي

ښاغلي احمدي زیاته کړه:

"طالبان، ترورېستي ګروپونه او مافیایي بانډونه له یو بل سره نېږدې کار کوي، طالبان غواړي سیمې ناامنه کړي څو مافیایي بانډونو ته زمینه برابره شي چې کښت وکړي او د قاچاق او انتقال زمینه ورته برابره شي، کوم اطلاعات چې موږ یې لرو د وسله‎والو طالبانو ډېر مشران په مستقیم ډول د مخدره موادو په قاچاق او انتقال کې لاس لري، په دې ملګري ملتونه هم خبر دي ان دوی د یوه شرکت یا کمپنۍ په ډول د مخدره موادو په قاچاق او انتقال کې رول لري."

د ښاغلي احمدي په خبره ناامني، د کوکنارو کښت د مخدره موادو قاچاق او انتقال له یو بل سره مستقیمې اړیکې لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې د معینیت د معلوماتو له مخې دوی په تېر ۱۳۹۵ لمریز کال کې د مخدره موادو ۲۶۸۳ لوی او واړه قاچاقبران چې نومونه‌یې د مافیا په تور لېست کې شامل و، نیولي دي.

دا خبره په داسې حال کې کېږي چې وړمه ورځ د بغلان د پخواني ښاروال په موټر کې د نشه‎يي توکو د نیولو راپورونه هم خپاره شوي دي.

په ورته وخت کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت پخواني وزیر جنرال خدایداد د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې طالبان، کورنۍ مافیا او مفسدین د کوکنارو له قاچاق او تولیده ګټه اخلي.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت پخوانی وزیر جنرال خدایداد
د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت پخوانی وزیر جنرال خدایداد

نوموړی وايي:

"تاسې خبر یاست چې د نړۍ په کچه سلو کې نوي سلنه تاریاک په افغانستان کې کرل کېږي، ځکه خو افغانستان کې ناامني ده او ترورېزم، القاعده، طالب ،کورنۍ مافیا او مفسدین ټول د تاریاکو له قاچاقه ګټه اخلي."

چارواکي په داسې حال کې افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د مخدره موادو د قاچاق او ورڅخه د ترورېستانو او د حکومت د مخالفو وسله‌والو ډلو د ګـټې اخیستلو خبره کوي چې افغانستان کې ورځ تر بلې ناامنۍ زیاتېږي چې خلک‌یې اندېښمن کړي دي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG