په بلخ ولایت کې د معارف ریاست چارواکي وايي چې په لیرو پرتو ولسوالیو کې د ناوړه دودونو موجودیت او نا امني سبب شوې چې نجونې ښوونځي ته له تلو پاتې شي.
د بلخ ولایت د معارف ریاست مسلکي مرستیال لاجمیر افغانزی وايي چې سره له دې چې د بلخ ولایت په هېڅ یوه ولسوالۍ کې بند ښوونځي نهدي موجود، خو په ډېر شمېر ولسوالیو کې کورنۍ خپلو نجونو ته اجازه نهورکوي تر څو ښوونځي ته لاړې شي او تعلیم وکړي.
افغانزی وايي چې دا مشکل اکثراً په چهاربولک، بلخ، چتمال، شولګره او دولتاباد ولسوالیو کې موجود دی.
هغهیې په اړه وویل:
"نا امني هم کولای شي چې دلیل واوسي، خو اکثراً د بد او ناوړه دودونو موجودیت سبب شوی چې کورنۍ خپلو نجونو ته اجازه ورنهکړي ترڅو ښوونځي ته ولاړې شي، دا دود او غلط ذهنیت د خلکو تر منځ موجود دی چې ښځه، خپله خور یا هم لور پرې نهږدي چې له کوره ووځي او ښوونځي ته ولاړه شي."
لاجمیر وايي په ولسوالیو کې په موجوده ښوونځیو کې نهیوازې د نجونو حضور کم دی، بلکې هلکانو ته هم اجازه نهورکوي چې سبق ووايي.
دا چې نجونو ته د ښوونځي د تلو اجازه ورکړل شي او د عامه پوهاوي پر ترسره کېدو د خلکو تر منځ ناوړه دودونه بېارزښته شي، د بلخ یو شمېر فرهنګي ځوانانو د "راځئ چې سبق ووایو" کمپاین د دې ولایت په یو شمېر پښتون مېشته ولسوالیو کې پيل کړی دی.
په بلخ کې د چهاربولک ولسوالۍ یو له همدې سیمو څخه ده، چېرې چې ډېر لږ نجونې کولای شي تر ۹ ټولګي زدهکړې وکړي، خو پهکې همدا اوس برحاله ۴۶ ښوونځي فعال دي.
د بلخ ادبي خوځښت مشر ذبیحالله احساس د "راځئ چې سبق ووایو" کمپاین په ترڅ کې په چهاربولک کې قومي مشرانو او عام ولس ته په خطاب کې داسې وویل:
"فکر وکړئ دنیا چېرې رسېدلې او زه او په چهاربولک ولسوالۍ کې پر ستیژ ودرېږم او وایم چې تعلیم ګټه لري، د اسلام خبره دمخه یاده شوه، که غواړئ چې د دسترخوان د یو مړۍ ډوډۍ نه تر ټاکنو پورې بریالي واوسئ، بل هېڅ لاره نهلرئ، پرته له دې چې سبق ووایئ."
په همدې حال کې ذبیحالله زاهد د چهاربولک ولسوال د ناوړه دودونو د حاکمیت تر څنګ ښوونځیو ته د نجونو د نهورتګ اساسي دلیل د ښځینه معلمینو په نهشتون، د ښوونځیو د تعمیر په نهموجودیت او د کتابونو په کموالي کې بولي.
ښاغلی زاهد وايي:
"د چهاربولک په ولسوالۍ کې ۲۴ تر ۲۶ ښوونځي تعمیر نهلري، د درسي کتاب له نهشتون سره مخ یو، مسلکي استادان او ښځینه معلمین هم نهلرو."
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش یا سیګار یو راپور چې یوازې د بلخ ولایت له ۲۶ ښوونځیو څخه معلومات پهکې راټول شوي، دا ښيي چې په یادو ښوونځیو کې د برېښنا سیسټم نهدی موجود، د معلمینو امار له هغه څه کم دي چې بیان شوي او ۳۰ سلنه ښوونکي په ښوونځیو کې حاضر وي.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی