د لاسرسي لېنکونه

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله ۹کسانو ته مرګه ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه ټکر چې نن سهار شااو خوا اووه نیمي بجې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل- کندهار پر لويه لاره رامنځته شوی پرمهال درې کسه مړه شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي چې په ټپيانو کې دوی ښځې او ماشومان هم شامل وه چې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د غزني او قرباغ ولسوالې ملکې روغتون ته انتقال شوي دي.

ښاغلي امرخېل داهم وویل چې دغه ټکر د يو ټېلر او ٣٠٣ موټر ترمنځ شوی دی.

XS
SM
MD
LG