د هلمند ولایتي شورا د افغانستان د هوانوردۍ له لوی ریاست څخه د پروازونو غوښتنه وکړه.
اته میاشتې کېږي چې د ناامنیو له امله د هلمند مرکز لښکرګاه ته خصوصي شرکتونو خپل پروازونه بند کړي دي.
که څه هم د لښکرګاه پر شااوخوا ناامنۍ دوام لري، خو د دفاع وزارت اړوند نظامي الوتکې هره اوونۍ لښکرګاه ته الوتنې کوي.
په دې وروستیو کې د لښکرګاه اوسېدونکي کندهار ته ځي او د هغه ځایه د هېواد بېلابېلو سیمو ته د الوتکو د لارې سفر کوي.
د بشپړ راپور اورېدو لپاره د ازادي راډيو خبریال محمد الیاس داعي چمتو شوی راپور واورئ: