د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

کندهار کې بزګران وايي دوى مجبوريت کوکنارو کرلو ته اړ کړي


په داسې حال کې چې کندهار کې د کوکنارو د اړولو کمپاین پیل شوی، بزګران وايي، دوى وچ مجبوريت کوکنارو کرلو ته اړ کړي.

سږ کال کندهار کې پر پنځه زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې د مرکز له‎خوا دغه ولایت ته یوازې د ۲۰۰۰ هکټارو د اړولو هدف ورکول شوی دی.

د ازادي راډیو خبریال د کندهار ژېړۍ ولسوالۍ ته تللی چېرې چې د کوکنارو ډېرې کروندې په‌کې ليدل کېږي او هلته په لومړي ځل د چارواکو له‎خوا د دغه بوټي د له‎منځه وړلو کمپاین پیل شوی دی.

که څه هم کندهار کې د کوکنارو نېښ وهلو یا شیرې راټولو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي خو چارواکو تازه د کوکنارو د اړولو کمپاین پیل کړی دی.

د کندهار ولایت د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست رئیس ګل محمد شکران وايي چې د کمپاین لومړي ورځو کې ۱۲۰ جریبه ځمکه کوکنار له‎منځه وړل شوي دي.

د شکران په وینا د کوکنارو د له‎منځه وړلو برخه کې د بزګرانو شکایت ځکه د منلو وړ نه‎دی چې دوی تېر کال کې د فوډ زون پروګرام له لارې د بدیل معیشت په توګه د ۲۰ میلیونه ډالرو بېلابېلې پروژې تطبیق کړې دي.

ښاغلي شکران زیاته کړه:

"موږ ژېړۍ، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې د ۲۰ میلیونه ډالرو پروژې تطبیق کړي اوس چې دوی بیا هم تاریاک کرلي نو موږ مجبوره یو چې مات‌يې کړو."

که څه هم چارواکي وايي، په میوند، ژېړۍ او پنجوايي کې د شل میلیونه افغانیو په ارزښت د بزګرانو لپاره د بېلابېلو پروژو یادونه کوي خو د سیمي اوسېدونکي وايي چې د دغو مرستو څخه په سم ډول بزګرانو ته ګټه نه‎ده رسېدلې.

چارواکي وايي چې د شااوخوا پنځه زره هتکاره ځمکې څخه چې کوکنار پرې کرل شوي دي، ډېره برخه کې به‌یې له دې کبله چې د مخالفینو په سیمه کې دي د کوکنارو د کروندو ویجاړولو کمپاین له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG