د پاکستان صدراعظم د نړیوالو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي، له افغانستان سره د امنیت برخه کې له ترورېزم سره مبارزه کې او د سرحد د ادارې په موضوع کې د پاکستان همکاري ټینګه او مهمه ده.
سرتاج عزیز چې پاکستان ته ورغلي د افغان خبریالانو له یوه پلاوي سرهيې کتنه درلوده وویل، دواړو خواوو ته د ترورېستانو د تګ راتګ مخه باید ونیول شي.
عزیز ویلي، د افغانستان شخړه د جګړې له لارې نهشي حل کېدای بلکې دا هېواد یوازې د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو له لارې امن او باثباته کېږي.
د سرتاج عزیز له دې څرګندونو وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په ډاګه کړې وه چې د ترورېزم پر ضد د افغانستان او پاکستان مبارزه باید د دواړو هېوادونو لهخوا تائید شي او که اړتیا وي نو درېیمګړی هېواد دې تائید کړي.
ښاغلي اتمر زیاته کړې وه:
"د ترورېزم پر ضد د دواړو هېوادونو ګامونه باید د دواړو لورو لهخوا او یا د یوه درېیمګړي لهخوا تائید شي. له پاکستان سره مو د ترورېزم ضد مبارزې په اړه خبرو کې دا یوه مهم پرمختګ دی چې د ترورېستانو پرضد اقدامات باید دواړه هېوادونه او یا که اړتیا وي درېیم هېواد دې تائید کړي."
افغان چارواکي تل انتقاد کوي چې پاکستان د ترورېزم پر ضد مبارزه کې رښتینی نهدی او همدې ته په پام سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د افغانستان، چین، امریکا او پاکستان څلور اړخیزه غونډه بیا جوړه نهشوه.
افغان حکومت ټینګار کوي چې تر څو پاکستان د تېرو غونډو او د افغانستان د سولې د پروسې لپاره کړې ژمنې عملي کړې نهوي له دې هېواد سره د سولې د پروسې په تړاو کوم تماس او یا دوه اړخیزه اجرأت ګټه نهلري.