د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

د روسيې د سان پيترزبورګ ښار ميترو کې چاودنې لس تنه وژلي


راپورونه وايي، د روسيې د سان پيترزبورګ ښار په ميترو کې خونړۍ چاودنه شوې ده.

دولتي خبري اژانس «ار. ای. اې» راپور ورکوي چې نن په دغه چاودنه کې لس کسان وژل شوي دي.

راپورونه د عیني شاهدانو له قوله وایي چې په دې چاودنه کې ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي دي.

د سان پيترزبورګ ښار د والي د دفتر وياند اندرای کي بيتوف دولتي تلوېزيون روسيه ۲۴ ته وويل چې د لومړي معلوماتو له مخې، لس کسان وژل شوي دي او د دې چاودنې له کبله د تروریستي حملو بېره خپره شوې ده.

کي بيتوف پر ټويټر پاڼه ليکلي چې شا او خوا پنځوس کسان ټپيان شوي دي او اوولس د بېړنیو مرستو ټيمونه په سيمه کې فعال شوي دي.

ده وويل چې وروسته به نور هم فعال شي.

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين نن خبريالانو ته د دې چاودنې په اړه وويل:

"زه غواړم د قربانيانو او ټپيانو کورنیو او خپلوانو ته د زړه له تله تسلیت ووايم، ما د ايف ايس بي د رئیس په ګډون د ځانګړو خدماتو له مشرانو سره خبرې کړي دي، قانون پلي کوونکي ادارې او ځانګړي خدماتو ادارې به تر خپله وسه پوري هڅه وکړي په دې اړه پلټنې وکړي."

ولاديمير پوتين سان پيترز بورګ ته تللی وو او هلته یې نن وختي يوه خبري کنفرانس ته وينا هم وکړه.

ده وويل چې د امنیتي چارواکو له خوا ورته د دې پېښې په اړه راپور ورکړل شوی دی او چارواکي له ترورېزم سره د دې پېښې د احتمالي تړاو په اړه پلټنې کوي.

د ترورېزم پر ضد د روسیې ملي کمېټې په يوه اعلاميه کې وويل چې د چاودنې له کبله د ميترو ټرین پر منځ دوه ځایه شوی دی.

نور راپورونه وايي، وروسته يو بل ناچاودېدلی بم د ميترو په یوه بل تمځای کې وموندل شو.

د سان پيترزبورګ میترو ادارې وويل چې د ميترو ټوله شبکه کې تړلې ده.

د روسیې د لوی څارنوال دفتر ويلي چې قانون پلي کوونکو ادارو په دې اړه پلټنې پيل کړي دي خو په دې اعلاميه کې دغه دفتر د تلفاتو په اړه يې څه معلومات نه دي ورکړي.

د دې پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

په تېره لسيزه کې په مسکو او يو شمېر نورو روسي ښارونو کې ځانمرګي بريدونه شوي دي او روسیه ډېری ځلې په چچنيا او نورو شمالي قفقاز سيمو کې د داسي حملو مسئوليت پر سخت دريځو اچوي.

په ۲۰۰۹میلادي کال کې په سانت پيترزبورګ ښار کې په بمي چاودنه کې ۲۷ کسان ووژل شول خو له هغه راهيسي په دغه ښار کې د لويې کچې حمله نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG