د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

افغانستان کې د پولیو ویروس لمنځه وړلو بېړنی عملیاتي مرکز پرانیستل شو


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ویروس لمنځه وړل د افغان حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ په کابل کې د پولیو د لمنځه وړلو د بېړني عملیاتي مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د دغه ویروس پر وړاندې یو ملي کمپاین پیل شوی دی.

عبدالله عبدالله.
عبدالله عبدالله.

نوموړي زیاته کړه:

"دولت په دې برخه کې خپل پرګرامونه لري او خلک هم همکار دي، هر یو خپله ونډه لري، په حقیقت کې د دغه ویروس پر ضد یو ملي کمپاین پیل شوی او د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی."

ښاغلی عبدالله په داسې حال کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ویروس ختمول د حکومت په لومړیتوبونو کې ګڼي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې په دغه هېواد کې د پولیو ویروس ختمولو ته نېږدې شوي او پر وسله والو مخالفینو یې هم غږ کړی و چې د پولیو واکسین د کمپاین مخالفت ونه کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په روان کال کې د ټول هېواد په کچه د پولیو دوه پېښې ثبت شوي په داسې حال کې چې تېر کال کې ۱۳ پېښې وې.

خو د دغه وزارت چارواکي وايي چې په کابل کې د پولیو له نوي عملیاتي مرکز د کار په پیل سره به نه یوازې دا چې د پولیو د ویروس د لمنځه وړلو لپاره هڅې وشي بلکې له دې سربېره به له دغه مرکز څخه د ټولو بېړنیو طبیعي او غېر طبیعي د همغږې کوونکې ادارې په توګه کار واخیستل شي.

په دغه مرکز کې چې ۲،۶ میلیونه ډالر پرې لګښت راغلی د یو امریکايي شتمن بېلګیټس له خوا ورکړل شوې دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیز فیروز الدین فیروز په داسې حال کې چې په هېواد کې د پولیو ویروس د لمنځه وړلو پر هڅو ټینګار کوي وايی چې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د ناامنیو سربېره یوه بله ستونزه چې د پولیو د لمنځه وړلو مخه یې نیولې له پاکستانه د ګډوالو راستنېدل دي.

د نوموړي په خبره دوی هېواد ته له راتک سره سم د پولیو ویروس انتقالوي.

نوموړي زیاته کړه:

"ډېرې دا ډول پېښې په پاکستان کې لیدل کېږي، زموږ ګډوال او یو شمېر نور خلک دواړو هېوادونو ته تک راتک لري، دوه پېښې چې سږکال هم ثبت شوي د جنیتیکي پلوه پلار او مور یې په پاکستان کې وو او له پاکستان څخه یې افغانستان ته ویروس انتقال کړې، تر هغه چې په پاکستان کې دغه ویروس لمنځه لاړ نه شي موږ ته به هم ستونزمن وي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې دا خبره کوي چې نن افغانستان ته له پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدلو بهیر بیا پیل شو او د چارو کارپوهان هیله من چې د دغه ویروس د انتفال د مخنیوي په برخه کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت خپل اغیزمن رول ولوبوي.

راپور: عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG