د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۴

اسټراليا کې د ولسمشرغني د سفر پرخلاف مظاهره وشوه


په اسټراليا کې مېشتو هزاره توکمو دغه مظاهره له هغې حکومتي ودانۍ دباندې رابللې وه چې دننه په کې ولسمشر محمد اشرف غني د اسټراليا له ګورنر جنرال پيټر کاسګروف سره په کتنه بوخت وو.

د اسوشيټېد پرېس اژانس په حواله، مظاهره‎چيانو چې شمېر يې له زرو تر دوو زرو ښوول شوى، شعار ورکاوه چې افغانستان کې دې د هزاره وو په وړاندې تبعيض پايته ورسېږي او هغه پناه غوښتونکي دې بېرته افغانستان ته نه ستنول کېږي چې اسټراليا کې يې د قبلېدو اسناد رد شوي دي.

د مظاهرې يوه برخه‎وال برات علي باتور ازادي راډيو ته وويل، د مظاهره‎چيانو شمېر شپږو زرو ته رسېده او دوې غوښتنې يې درلودې:

"د يوه تفاهم‎ليک پر اساس چې په ٢٠١١میلادي کال د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت او د اسټراليا د دولت ترمنځ لاسليک شوى و، دوى موافقه کړې وه په اسټراليا کې دېره پناه غوښتونکي په جبري توګه افغانستان ته وايستل شي. له هغې راهيسې زيات کسان افغانستان ته ستانه کړاى شوي هم دي. د خلکو غوښتنه دا وه چې د اسټراليا دولت او ولسمشر غني دې چې دلته راغلى دا تفاهم‎ليک وګوري، د افغانستان وضعيت څومره بدل شوى او څومره ستونزمن دى په ځانګړي ډول هزاره‎ګانو ته چې هلته تبعيض ورسره کېږي."

باتور وويل، د دوى بله غوښتنه دا ده چې د دوى په وړاندې دې په افغانستان کې سيسټماتيک تبعيض پاى ته ورسېږي.

د اسوشېټېد پرېس خبري اژانس په حواله، افغان حکومت په ٢٠١١میلادي کال له اسټراليا سره يو تفاهم‎ليک لاسليک کړى چې له مخې يې افغانستان هغه افغان پناه غوښتونکي چې اسټراليا کې يې د پناه غوښتنې "رد شوي"- ومني.

خو د ولسمشر د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي وايي چې په اسټراليا کې هغو افغانانو چې مظاهرې کړي، د اسټراليا تابعيت لري او دا موضوع په افغان حکومت پورې اړه نه‎لري:

شاحسین مرتضوي.
شاحسین مرتضوي.

"دا په موږ پورې هېڅ ارتباط نه‎لري، دوى د اسټراليا تبعه دي او د هغه ځاى تابعيت لري، دا يې خپل حق دى چې هلته په اسټراليا کې مظاهرې وکړي."

تردې يوه ورځ مخکې په مېلبورن ښار کې د افغان ځوانانو د ټولنې او د غاليو د شرکت غړو بله غونډه تنظيم کړې وه.

د ځوانانو د ټولنې يوه غړي عزت‎الله علم بيا د ولسمشر محمد اشرف غني ورسره د مله هيئت او افغان حکومت په پلوي ګڼ کسان راټول کړي وو:

"دغو کسانو شعار ورکاوه چې موږ دې افغانستان ته نه لېږل کېږو. دلته ډېر خلک شته چې په کښتيو کې راغلي، دوى ته هم ويل شوي وو چې ولسمشر د دې لپاره چې د اسټراليا حکومت سره يو تړون وکړي څو تاسې بېرته افغانستان ته ولېږي. خو د دوى اصلي هدف تل دا وي چې غواړي بې اتفاقي واچوي."

هزاره مظاهره‎کوونکو ادعا درلوده چې ولسمشر د اسټراليا له چارواکو سره غواړي له دغه هېواده د هغو پناه غوښتونکو پر ستنولو خبرې وکړي چې اسټراليا کې يې د پناه غوښتنې رد شوي دي.

اسټراليا کې د افغانستان سفير وحيد ويسي له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا مسئله رد کړه:

"دا موضوع اصلاً اجنډا کې شامله نه‎ده، پر دې موضوع مو هېڅ کار نه‎دى کړى. خو د کډوالو په اړه يوه موضوع شته چې دوى څنګه اسټراليا کې وهڅول شي او ملاتړ يې وشي. ولسمشر د اسټراليا له ګورنر جنرال سره پردې موضوع بحث درلود چې افغانانو د اسټراليا په تحول کې څومره مثبت نقش درلود او دا چې اسټراليا کې د افغانانو نوى نسل په زده‎کړه بوخت دى، نا تائيد شوي معلومات ښيي چې شاوخوا ٦زره افغان محصلان دلته په لوړو زده‎کړو بوخت دي چې د افغانستان شتمني ګڼل کېږي."

تردې مخکې هم د افغان ولسمشر د بهرنيو سفرونو پر مهال ورته مظاهرې شوې دي.

په اسټراليا کې مېشت د فوايد عامې پخوانى وزير خالق فضل وايي، د ولسمشر پر خلاف په مېلبورن او نورو ځايونو کې مظاهرې د نورو په هدايت شوي دي:

"دا ډول مظاهرې کول خودجوش نه‎دي. نورو کسان هدايت ورکوي، تمويلېږي او پروګرام کېږي. که نه يو افغان چې په بهر کې اوسېږي څنګه دا وايي چې تاسې په افغانستان کې سرمايه ګذاري مه کوئ، زما سره ظلم کېږي. که د افغانستان اوسني شرايط مطالعه شي، کومو خلکو چې مظاهرې کړي او تنظيم کړي، فکر کوم د دوى خپل ژوند تر بل هر وخت بهتره شوى دى."

ولسمشرغني د يکشنبې ناوخته د اسټراليا پلازمېنې ته ورسېد او د چهارشنبې په ورځ به له دغه هېواد روان شي.

دا اسټراليا ته د ولسمشر محمد اشرف غني اول رسمي سفر دى.

افغان چارواکو ويلي چې د ولسمشر د سفر اصلي هدف د تجارتي، اقتصادي مسايلو او د کانونو د استخراج په برخه کې بحث و.

په پام کې ده ولسمشرمحمد اشرف غني اندونيزيا او سينګاپور ته هم لاړ شي.

XS
SM
MD
LG