د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس وايي، افغان حکومت باید د ګاونډیو هېوادونو د لاس وهنو په اړه واضح دریځ غوره کړي.

عبدالروف ابراهیمي نن د جرګې په عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال د افغانستان په چارو کې د ګاونډیو هېوادونو لاس وهنې د اندیښنې وړ وبللې.

"هیله کوو چې زموږ دولت او په خاصه توګه د بهرنیو چارو وزارت د ګاونډیو هېوادونو پروړاندې د یویې روښانه ډیپلوماسۍ له مخې د دوی د لاسوهنو په اړه واضح دریځ غوره کړي."

د ولسي جرګې رئیس په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې اوس اوس د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف د طالبانو هغه څرګندونې پرځای بللي چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي.


XS
SM
MD
LG