د سپينې ماڼۍ سرچینو خبر ورکړی چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ زوم او جګپوړی سلاکار جارید کوشنر د وسلهوالو ځواکونو له لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ سره یوځای عراق ته رسېدلی.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي چې نهغواړي نومیې یاد شي پرون ناوخته وویل چې عراق ته د کوشنر د سفر هدف د دې هېواد له حکومت څخه د امریکا د ملاتړ څرګندول او همداراز د خپل ځان لپاره د شرایطو څېړل دي.
عراق ته د کوشنر او ډنفورډ د سفر په اړه چې خبر یې لومړی ځل نیویارک ټایمز ورځپاڼې ورکړ نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
د ولسمشر ټرمپ زوم او سلاکار په داسې حال کې عراق ته سفر کوي چې څو ورځې مخکې د موصل ښار په لمنو کې د امریکا پوځ د بمبارۍ یوې ساحې ته نېږدې د ملکي تلفاتو خبر ورکړل شو.
شااوخوا دوه اوونۍ مخکې د عراق صدراعظم حیدرالعبادي وویل، ولسمشر ټرمپ ده ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر ضد په عملیاتو کې به د ده د حکومت ملاتړ وکړي.
العبادي چې تېره میاشت په سپینه ماڼۍ کې له کوشنر او ټرمپ سره ولیدل زیاته کړه، دی فکر کوي چې د ټرمپ اداره به د ترورېستي ډلو پر ضد مبارزه چټکه کړي، خو په دې اړهیې توضیحات ورنهکړل.
جارید کوشنر چې د ولسمشر د مشرې لور ایوانکا ټرمپ مېړه دی په سپینه ماڼۍ کې یوه ځواکمنه څېره ګڼل کېږي.
دی که څه هم د ډیپلوماسۍ په برخه کې تجربه نهلري، خو ولسمشر د اسرائیل او فلسطین د سولې د موافقې لپاره د منځګړیتوب دنده ورسپارلې او له منځني ختیځ، مکسیکو او کاناډا سره د امریکا د اړیکو په اړه هم ولسمشر ته سلامشورې ورکوي.
کوشنر د جمهوري ریاست د کارکوونکو په غوراوي کې هم مهم رول لري او پر دې سربېره غوښتنه ترې شوې چې د سوداګرۍ له لارو چارو د کار اخیستو په وسیله د حکومتي سیسټم د عصري کولو لپاره یوه ځانګړې کاري ډله جوړه کړي.