د لاسرسي لېنکونه

د کولمبیا په موکووا ښار کې د ځمکې د ښوېیدو له امله سلګونه تنه مړه شوي، زخمیان او ورک دي.

دا په کولمبیا کې د اکټوبر له میاشتې راهیسې درېیمه، ستره طبیعي فاجعه ده.

د کولمبیا پوځ پرون یکشنبه وویل چې لږ تر لږه ۲۵۰ تنه مړه، ۴۰۰ زخمیان او تر ۲۰۰ زیات ورک شوي دي.

اسوشیټېد پرېس په کولمبیا کې د سره صلیب نړیوالې ادارې په حواله ویلي چې د مړو شمېر ۲۰۰ دی.

په مصیبت ځپلې سیمه کې زرګونه پولیس او عسکر د خلکو د ژغورنې لپاره کار کوي.

XS
SM
MD
LG