د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

روسي پولیسو مسکو کې ۳۱ تنه د عامه نظم د خرابولو په جرم ونیول


روسي پولیسو پرون یکشنبه په مسکو کې زیات شمېر مظاهره‎کوونکي ونیول.

د مسکو د ښاري پولیسو پر رسمي وېب‎پاڼه خبر ورکړل شوی چې لږ تر لږه ۳۱ تنه د عامه نظم د خرابولو په جرم نیول شوي دي.

د مسکو د پولیسو یوه مطبوعاتي مسؤل ویلي چې نیول شوي کسان ټول د پولیسو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

مسکو کې د اداري فساد مخالفو اعتراض‎کوونکو پرون هڅه وکړه چې د کرملېن پر لور مارش وکړي.

په مسکو کې زده‎کوونکې ایلیا کورزینکوف پرون روېټرز خبري اژانس ته وویل:

"که د مخکنۍ مظاهرې په اړه پوښتنې کېدې چې الکسي ناوالني رابللې وه، یا بل څه، اوس ثابته شوه چې ستونزه لازیاته شوې ځکه له ولادي واستوک تر کالیننګراده، په بېلابېلو ښارونو کې ډېر خلک نیول شوي دي. خلک خوږ شوي او وهل شوي دي، ان دلته موږ ګورو چې خلک نیول کېږي."

روسیه کې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالني چې تېره اوونۍ د پولیسو له فرمانه د سرغړونې له امله ونیول شو او د ۱۵ ورځې زندان حکم ورباندې وشو، له وروستیو مظاهرو ځان لیرې نیولی دی.

د هغه ویاندې پرون پر ټویټر لیکلي چې ناوالني د نویو مظاهرو په اړه هېڅ ډول معلومات نه‎لري.

الکسي ناوالني له اداري فساد سره د مبارزې ستر کمپاین پیل کړی دی.

هغه په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د مسکو ښاروالۍ ته کاندید و.

په روسیه کې تېره اوونۍ هم تر زرو زیات مظاهره‎کوونکي د پولیسو له لوري ونیول شول.

د روسیې بېلابېلو ښارونو کې زرګونه روسان تېره اوونۍ د کرملېن د اپوزېسیون د مشر الکسي ناوالني په بلنه خپلو سیمو کې د اعتراض لپاره لارو او سړکونو ته راووتل او په خپل حکومت کې د پراخ اداري فساد پر ضد مظاهرې يې وکړې.

الکسي ناوالني چې روسیه کې د اداري فساد پر ضد پیاوړی غږ او د کرملېن له کلکو منتقدانو بلل کېږي، څو میاشتې مخکې اعلان وکړ چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به د روسیې د جمهوري ریاست لپاره په انتخاباتو کې ودرېږي.

الکسي ناوالني د مارچ میاشتې په پیل کې له خپلو پلویانو غوښتنه کړې وه چې په ټوله روسیه کې د اداري فساد پر ضد مظاهرې وکړي.

الکسي ناوالني
الکسي ناوالني

د روسیې حکومت د شنبې په ورځ وویل چې د هغو ناپېژندل شويو وګړو په اړه‌يې جنايي څېړنې پېل کړي چې مسکو کې یې د بیا مظاهرو غوښتنه کړې وه.

یو شمېر ناپېژندل شویو کسانو د مسکو پر ښاریانو غږ وکړ چې د یکشنبې په ورځ مظاهرې وکړي.

د روسیې حکومت پر مظاهرو بندیز لګولی او ویلي يې دي چې مظاهرې د ډله‌ییزې ناکرارۍ جوړولو هڅه ګڼل کېږي.

د روسیې حکومت هغه انټرنټي پاڼې هم بندې کړې چې خلک‌یې مظاهرو ته رابللي وو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اوونۍ وویل چې د غیر قانوني مظاهرو ګډون‎کوونکي ناکرارۍ جوړوي او قانون تر پښو لاندې کوي، باید مجازات شي.

په هغې نظرپوښتنه کې چې تېره اوونۍ وشوه، دوه پر درې ګډون‎کوونکو باور درلود چې ولادیمیر پوتین په اداري فساد کې "په بشپړ ډول" یا "تر ډېره حده" لاس لري.

XS
SM
MD
LG