د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

ارګ د سولې عالي شورا د مالي سرچینو وچېدو په اړه اوازې رد کړې


د افغانستان جمهوري ریاست هغه اوازې ناسمې وبللې چې ګواکې د سولې عالي شورا مالي منابع نه‌لري.

جمهوري ریاست د سولې عالي شورا د مالي سرچینو د وچېدو په تړاو د یو شمېر رسنیو خپاره شوي راپورونو ردوي او وايي چې د دغې شورا مالي سرچینې خوندي دي.

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل چې د سولې عالي شورا ستراتیژي بشپړه شوې او وبه‌کړای شي چې د یادې شورا کارونه له پخوا څخه لا ښه او مؤثر شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د سولې عالي شورا ستراتیژي بشپړه شوې او د ځینو رسنیو د خبرونو پر خلاف، د دغې شورا لپاره مالي منابع شته او کوم بدلون چې رامنځته شوی د یادې شورا ظرفیتونه به لوړ او کارونه به‌یې د دارالانشاء له دندو سره سم متمرکز شي."

ښاغلي مرتضوي وویل د دغې شورا لغوه کېدل د حکومت په پلان کې نه‌شته او زیاته‌یې کړه چې د سولې ټینګښت د حکومت په لومړیتوبونو کې دی او دغه هدف د سولې عالي شورا له لارې تعقیبېږي.

ښاغلي مرتضوي دا هم وویل چې په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی اکرم خپلواک، پر اوسنۍ دندې سربېره د جمهور رئيس په حکم د دغې شورا د دارالانشاء د رئيس په توګه ټاکل شوی دی.

د ده په خبره دغه بدلونونه به د سولې عالي شورا په چارو کې تازه خوځښتونه رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر رسنیو د سولې عالي شورا د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې دغه شورا چې له ۱۳۸۹ لمریز کال راهیسې فعاله ده د روانې اوونۍ د شنبې له ورځې وروسته بودجه نه‌لري.

دغو رسنیو د نا معلومو منابعو له مخې ویلي چې مرستندویه هېوادونه نور نه‌غواړي چې دغه شورا تمویل کړي او ویل کېږي چې یاده شورا به له‌منځه ولاړه شي.

د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو د سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د معلوماتو له مخې، د یادې شورا کلنۍ بودجه څه کم درې میلیونه ډالره ده چې د مرستندویه هېوادونو لکه امریکا، انګلستان، جاپان، جنوبي کوریا او ځینو نورو هېوادونو له‌خوا ورکول کېږي.

ښاغلی قاسمیار وايي، د دغې شورا مالي سرچینې د ځینو دلایلو له مخې ځنډېدلي خو له‌منځه نه‌دي تللي.

محمد اسماعیل قاسمیار.
محمد اسماعیل قاسمیار.

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې ستراتیژي تصویب او رئیس وټاکل شي، د مرستندویو هېوادونو مالي کارونه پیل شوي او ښايي چې نوې کړنلارې رامنځته کړي، همدغه مسائل دي چې د سولې عالي شورا په بودجه کې یې ځنډ راوستی، له دغو اجراتو سره به ستونزه هواره شي."

ښاغلي قاسمیار دا خبره رد کړه چې ویل کېږي دغه شورا ډېرې پیسې لګوي.

ده وویل، لویې مرستې چې د افغانستان د سولې لپاره کېږی هغه سکټوري وزارتونو ته ورکول کېږي خو ګوته‌یې د سولې عالي شورا ته نیول کېږي.

د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار دا هم وویل چې ټاکل شوې په راروانو دوو اوونیو کې د یادې شورا د رئيس د ټاکلو لپاره، له ولسمشر او اجرائیه رئیس سره لیده کاته ترسره شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG